غزل
مــــا ويلې کــــــه پــــه ټوله دنیا غم راغلی و
خــــــو نــا دا خــــو یــوازې پر ما غم راغلی و
بېګا مې د یار غم څخه توبه وکړه ، ویده شوم
چې ګورمه په خوب کې نو بیا غم راغلی و
نه مړه نه طوفان و ، نه سیلۍ، نه زلزله وه
په زړه باندې مې یو نا اشنا غم راغلی و
*دا وینې دا تور مخی ، چاودیدونکی او وژونکی
پرون په پيښور باندې دا غم راغلی و
رستمه ستړی مه شې دا ته چیرې وې چې نه وې
په ژونـــد باندې مې بې انتها غم راغلی و.
زما د خوښې او د سکون ښار پيښور ته چې د پرونۍ په چاودنې خبریدو سره مې سم زړه وچاود.