ای د جنت ټېکدارنو خلکو
په پښتنو ملنډې ولې وهئ؟
دا د ظلمونو زیږول بس کړئ
له خپل وجدانه منډې ولې وهئ

زمونږ تنکي ګلان پرې مه غولوئ
دا د خیالي جنت پلمه پریږدئ
دا د شپېتو حورو غلمانو چې ده
کوران لپاره دا کیسه پریږدئ

ای دجنت ټېکدارنو خلکو
دا پښتنې حورې نور مه ژړوئ
هغه چې  سترګې یې   ړندې شوې پسې
د زوی لپاره  یې مور مه ژړوئ


ای د جنت ټېکدارانو!  ګورئ
تاسو خو وینۍ دغه څنګه حال دی?
دلته په دغه  پښتنه سېمه کې
دلته نو ولې  تل د  غم شمال دی ?


ای د جنت ټېکدارانو واورئ
ستاسو خیالي جنت نور څومره لوی دی
بس خو بې شمېره پښتانه مو یوړل
دغه جعالي جنت نور څومره لوی دی

د هغه حورو او غلمانو په سر
هلته به جنګ وي او جَګړې  به وې
یو به وې دا مې جار دی دا مې جار شو
بس سوک ،څپېړې او خَپړې به وې


ای د جنت ټېکدارانو خلکو
خدایزده چې  دوی په کوم الزام لاړل
دلته هم سوځي پښتانه په اور کې
هلته خو هم اندام اندام لاړل


ای د جنت ټېکدرانو خلکو
بس دغه خلک په قرار پریږدئ
دوی  د جنت په پلمه مه غولوۍ
بس دا  د وینو کاروبار پریږدئ

9/6/2011