غزل
زړه کې دې ډیرې غوټي وې خو په خوله چوپ پاتې شوې
اوس خو نو خپل یو، اوس ووایه، په څه؟ چوپ پاتې شوې
ای عجیبه وه په خدای ، تا مې د اقرار بدل کې
نه راته هو وکړله ګرانې او نه چوپ پاتې شوې
ما دې حالات ولیدل ، مادې مجبوریت ولیده
هغې نه پس مې هیلې ټولې د زړه چوپ پاتې شوې
کينه ریباره چې زه نه وم تا مې حل نه ویلې
کینه ناځوانه چې زه ومه ته ښه چوپ پاتې شوې؟
ولا چې زنده اباد رستمه بس ما ومنلې
تا ته دې وخت پرمخ ګوزار درکړ، ته چوپ پاتې شوې
فضل الربي رستم
19.05.2011
- فضل الربي رستم
غزلپه پټه خوله مې له فریاد سره یوځای تیره کړهد عشق کیسه مې ستا له داد سره یوځای تیره کړه
نن مې د زړه له څړیکو واخستل بلا خوندونهنن مې کرۍ ورځ د چا یاد سره یوځای تیره کړه
خیر که جنت مې حاصل نه شو کړی ، خو ما زندګيد نفرتونو له جهاد سره یو ځای تیره کړه
هغه سړی زړونو کې ځای لري ، که هرڅومره يېخپله دوره له ان...
29.05.2011
- فضل الربي رستم
نظم
ما مې په ژوند کې اهمیت هیڅ خوب ته نه ورکاوه
ما خو نو هیڅکله باور چرته په خوب نه کاوه
ما مې په ژوند کې د خوبونو باور دروغ ګڼلو
ما مې په ژوند کې بس همدغه لیونتوب نه کاوه
------------------------
یوه شپه خوب وینم په خوب کې راته
یوه تورمخی په ګونګۍ ژبه ګواښونه کوې
ما ته نژدي راځي ، قدم په ګوډه پښه را اخلي
راته خپ غږ کې د وژنې قسمونه کوې
زه ترې ډ...