غزل
په پټه خوله مې له فریاد سره یوځای تیره کړه
د عشق کیسه مې ستا له داد سره یوځای تیره کړه
نن مې د زړه له څړیکو واخستل بلا خوندونه
نن مې کرۍ ورځ د چا یاد سره یوځای تیره کړه
خیر که جنت مې حاصل نه شو کړی ، خو ما زندګي
د نفرتونو له جهاد سره یو ځای تیره کړه
هغه سړی زړونو کې ځای لري ، که هرڅومره يې
خپله دوره له انتقاد سره یوځای تیره کړه
رستم زندۍ کړې د یو چالپاره ټولې خوښۍ
رستم ځواني له یو جلاد سره یوځای تیره کړه