نظم

ما مې په ژوند کې اهمیت هیڅ خوب ته نه ورکاوه

ما خو نو هیڅکله باور چرته په خوب نه کاوه

ما مې په ژوند کې د خوبونو باور دروغ ګڼلو

ما مې په ژوند کې بس همدغه لیونتوب نه کاوه

------------------------

 یوه شپه خوب وینم په خوب کې راته

یوه تورمخی په ګونګۍ ژبه ګواښونه کوې

ما ته نژدي راځي ، قدم په ګوډه پښه را اخلي

راته خپ غږ کې د وژنې قسمونه کوې

 

زه ترې ډاریږم ، زه کوشش کوم چې پټ شم چیرته

خو په وجود کې مې ساه نه وي چې ترې منډه واخلم

وجود مې سست وې لکه چا وي بند په بند تړلی

زړه مې راتنګ شي کومه لاره؟ کومه څنډه واخلم؟

 

 

هغه سړی خپ خپ غوریږي ، نژدې کیږي ورو ورو

زه ترې همت کوم د تېښتې خو غورځیږم ورته

څومره چې مخکې ځمه ،څومره چې ترې منډه اخلم

ما دغه ځمکه کشکوي بیرته ګرځيږم ورته

 

اخر تورمخی سړی دومره رانژدې شې ماته

چې د هغه بد شکله سیوری مې په ځان ولویږي

زه غواړم چیغې کړم خو ستوني کې مې غږ ټپ وي

وجود مې دروند شي ته وا ما باندې اسمان ولویږي

 

 

زه یو دمي له خوب کې خېز کړمه په ځای کې کېنم

چې د د وجود خولې مې ووینم توبې ووایم

خو وروسته وایمه چې ځه شکر ريښتیا خو نه و

ایت الکرسي مې په ځان چوپ کړم ، کليمې ووایم

 

 

خو اونۍ وروسته دغې خوب راته مانا راوړه

تا په کنځاوو بدو ردو باندې زه ځواب کړم

زما له نومه شوې منکره زه دې نه پيژندم

تا دې د خپل ژوندون لپاره زه یو بند کتاب کړم

 

زه خو اخر هم د خپل خوب په مانا و پوهیدم

هغه تورمخی بل څوک نه و ، کوم سړی نه و

ګرانې هغه ستا بې روخي وه او ستا غم و کنه

هغه په ما باندې عذاب د هغه خدای نه و

 

ستا بې روخۍ او ستا غمونو اوس نیولی یمه

باور مې شته چې قسمونه یې ريښتیا پوره شي

اوس مې وجود دروند دی اوس مرګ ته نژدې شوی یمه

باوره مې شته ده چې ګواښونه یې ریښتیا پوره شي

 

فضل الربي رستم