غزل
يــــــــم د ښــکلا مــــــينوال
ځــکـــه يــــــم سـتا مــينوال
زلفـــې خـورې کـــړه لـــږې
نن خــــو پــــه مــا مــــينوال
يــم دی د در بــې شــانـــــــه
ګـــرانـې ګــــــدا مــــــــينوال
ساقـــــې چــې جام تش کړمــه
شـــــــــم د خــــندا مـــــــينوال
ســــتا پـــــه فــراق کـې خو زه
شـــــــــــو م د ژړا مـــــــينوال
مـــــينـه ګــــناه نـــــــه لــــــري
شـــــته يـې هــر خـوا مـــينوال
تنــــها دی زه نــــــــه ســتا يـــم
لـــــــــرې بـــــــلا مـــــــــينـوال
ســـــتـا د رخــــــسار د لــــــــيـدو
((هــيمت)) يــــــم بـــيا مـــــينوال