غزل
د ښــایسـتـونــــــو لــــړۍ چــــرتــــه لاړه
هغـــه بــې کـــرکــې نړۍ چــرتــــه لاړه
د هغــــه کـلـــي د ښکلا امــــا مـــــــــــــه
د هغـــه کلـــي نجلـــۍ چـــرتـــــــــه لاړه
ګـــونــدې چــې بیا خسوف حملـــه کړې ده
نـه ښکارې،څه شوه؟ سپوږمې چرته لاړه؟
ورســــره غــبرګ یـــــې جنتـــې منظـر و
هغـــه څـهره لــــه بلــــۍ چــــرتــــه لاړه
ما درتـــــه نـــه وې چــې ورانې به وشي
اوس نــو کــیسه لــه خـولګۍ چــرته لاړه