غزل
لکه آسمان چې بې پښو ولاړ دﺉ
داسې مې زړه ستا په یادو ولاړ دﺉ
په نیمه شپه کې مې نیمګړﺉ آرمان
ګوره چې یار ته په سجدو ولاړ دﺉ
زړه مې دا ستاغمو کې داسې خوښ وې
لکه ګلاب چې په ازغو ولاړ دﺉ
شپه د جمعې ده، داچې رانه غللې؟
لکه چې پلار دې په پیرولاړ دﺉ؟
منم چې ښکلي په دنیا کې ډیر دي
خو ستا تصویر مې په لیمو ولاړ دﺉ
څومره یې ډاګ له ډاګې وویشتلو
خو سلیم بیا هم په پښتو ولاړ دی
سلیم احمدزی