سترګې
اوس مې هره شېبه ستا سترګې یادیږي
چې دې هر ځل اړوې را اړولې
زه به هم په سرو اورونو اوړېدمه
####
هغه ستا سترګې می اوس خورا یادیږي
پکې پروت څه عجیبه غوندې تاثیر وو
مخامخ به مې کتلې ورته نشوای
####
کومه ورځ چې به له ما وه خطا شوې
ستا له دومره ښایسته سترګو به یاره
د غضب د اور سکروټې ورېدلې
####
ستا له دومره ښایسته سترګو به یاره
د غصب د اور سکروټې ورېدلې
او له ویرې به زه ټوله لړزیدمه
####
خو ددې سره سره مې بیا یادیږي
په هجران کې یې سوزیږمه او وایم
(سترګې د بې اثره نه دي
لکه د کوډو مرۍ برګې برګې دینه)
14.06.2010
- فضل الربي رستم
غزل* ادې! چې ته وکړې دعا د جنت په مونــږه ولــــګــــي هوا د جنتحاصلیدل دي، کامیابي مینه کېبس بــــلـــه نشته ده مــانـا د جنتقـــهــر دې ســـم لکه ســـــزا د دوزخپسته مسکا دې ده، ښکلا د جنتابلیس مو نه پریږدي ،دوکه مو نه کړي لــــکـــــه ادم ،لــــکـــه حوا د جنترستمه تــــه به اخېرت کې څه کړې؟؟ مزې...
23.06.2010
- فضل الربي رستم
غزل
خیال چې د سپرلي د غوړیدو لرېنیت مې د زړګي د چاودیدو لرېزما د بوسې هیله او ستا دا اندازتل په خوله کې نا په زړه کې هو لري څومره په کمال یې جوړه کړې یېخدای که به ښایست کې ذره خو لرېدومره مې په مینه باوري یمه څومره چې باور په الله هو لرې...