غزل
* ادې! چې ته وکړې دعا د جنت
په مونــږه ولــــګــــي هوا د جنت
حاصلیدل دي، کامیابي مینه کې
بس بــــلـــه نشته ده مــانـا د جنت
قـــهــر دې ســـم لکه ســـــزا د دوزخ
پسته مسکا دې ده، ښکلا د جنت
ابلیس مو نه پریږدي ،دوکه مو نه کړي
لــــکـــــه ادم ،لــــکـــه حوا د جنت
رستمه تــــه به اخېرت کې څه کړې؟؟
مزې دې وکړې په دنیــا، د جنت
فضل الربي رستم
* د اردو له اصطلاح څخه (ماں کی دعا جنتکی هوا) .
14.06.2010
- فضل الربي رستم
غزل
بیا نیمچه نیمچه خمار ته مې زړه کیږي
ستا د مړو سترګو دیدار ته مې زړه کیږي
ساقي ستا د پیالو خوند مې په کار ندی
د سرکو شونډو بازا...
21.06.2010
- فضل الربي رستم
سترګې
اوس مې هره شېبه ستا سترګې یادیږيچې دې هر ځل اړوې را اړولېزه به هم په سرو اورونو اوړېدمه####هغه ستا سترګې می اوس خورا یادیږيپکې پروت څه عجیبه غوندې تاثیر وومخامخ به مې کتلې ورته نشوای####کومه ورځ چې به له ما وه خطا شوېستا له دومره ښایسته سترګو به یارهد غضب د اور سکروټې ورېدلې####ستا له دومره ښایسته سترګو به یاره...