غزل

 

 

 

بیا نیمچه نیمچه خمار ته مې زړه کیږي 

ستا د مړو سترګو دیدار ته مې زړه کیږي 

ساقي ستا د پیالو خوند مې په کار ندی 

د سرکو شونډو بازار ته مې زړه کیږي 

زړه مې زړه ته در نږدې کړه لږ مې ټینګ کړه 

ستاد غیږې سور انګار ته مې زړه کیږي 

د خپل ځان په بیه زړه درځنې غواړم 

راشه کینه دې قیمار ته مې زړه کیږي 

بعد له وخته مړ زړګی مې ژوندی شوی 

بیا د ښکلو مست بنډار ته مې زړه کیږي 

مـــــــــا سلــیــم خو ثوابونه ډیر ګټلې 

نن ورځمه یو ازار ته مې زړه کیږي

سلیم احمدزئ

 

 

 

بیا نیمچه نیمچه خمار ته مې زړه کیږي 
ستا د مړو سترګو دیدار ته مې زړه کیږي 
ساقي ستا د پیالو خوند مې په کار ندی 
د سرکو شونډو بازار ته مې زړه کیږي 
زړه مې زړه ته در نږدې کړه لږ مې ټینګ کړه 
ستاد غیږې سور انګار ته مې زړه کیږي 
د خپل ځان په بیه زړه درځنې غواړم 
راشه کینه دې قیمار ته مې زړه کیږي 
بعد له وخته مړ زړګی مې ژوندی شوی 
بیا د ښکلو مست بنډار ته مې زړه کیږي 
ما سلیم خو ثوابونه ډیر ګټلې 
نن ورځمه یو ازار ته مې زړه کیږي