دستور

زه چې وړه وم ماته ښه ياديږي
ما به همزولو سره لوبې کړلې
زموږ د چم ډېر هلکان به هم وو
له ډېرو ورځو ورسته
زما نوبت هم راغی
ماته يې ويل چې نن به ستا واده وي
زه شرمېدم ما داسې نه شو ويلای
چې زه فلانکی کوم، فلانکی نه کوم
هلته هم زه د دې جوګه نه ومه
چې مې خپل حق وغواړم
زما همزولو به ټيکري هوار کړل
هرې يوې به يو کنډک د ډوډۍ
او لږ لږ ګوړه وه راوړې هلته
خوړه به جوړه وه، واده به جوړ و
زما همزولو به مې سر ګومنځاوه
چا به په رنګ راته خالونه وهل
ما د ناويانو مکر ښه زده و
نه به خندا راتله او نه به چا داسې ويل
چې زه په دروغو ژاړم
زما ملګرو ډېر ښه تمبل زده و
اوس مې هم ښه ياديږي
ټولو په ګډه دا سندره ويله
(( مونږه داسې ناوې درکړه لکه ښه زرين وټی
تاسې داسې زوم راکړی بورې غوا ډډی ))
کرار کرار له هغه فکر او احساسه سره
دادی رالويه شومه
بيا مې هم سترګې ړندې
بيا هم د پښو پېزار يم
او د لاس ښيري يمه
حيرانه دې ته يمه
که مو تړون څوک د سپېڅلي ژوندون
په داسې رنګ وکړي
چې به دا تورې او اوږدې کمڅۍ
سپينوو شنه بوټي ته
نو مونږه حق نه لرو
چې انکاري شو ترېنه
ځکه چې موږ يو د دستور په زولنو تړلې
هم په لاسونو او هم په پښو تړلې

  حمیده پکتیانۍ