غزل

نـــــــرۍ جوړه دې ده نجـــــلۍ ، ګوره کاپر به مې کړې
نـــــــرۍ نـــرۍ لــــګــي سیلۍ، ګوره کاپر به مې کړې

نــــــه چې جــنـــــت څخه منکر شم ، مـــزه دلته واخلم
بیا درنـــه  نـــــه غواړم خولګۍ،ګوره کاپر به مې کړې

له ما نه  خدای  هېر نه کړي،خدای لپاره، منع یې کړه
یـــــــاد دې راځــــــي لکه ږلۍ ، ګوره کاپر به مې کړې

تــــه خو له خیاله کږه ګرځې ،پام چې مـــا کـــوږ نه کړې
شوخي و نــه کړې کـــابـــلۍ، ګوره کـــاپـــر به مې کړې

قــبـــــله کـــړم هېره هسې نـــه هـــلـــتـــــه سجـــــده وکړمه
پـــه کومې خوا چې ده بلۍ ، ګـــوره کاپــــــر به مې کړې

ورتــــــــــــه تشبه د شنه ګُـــــنبـــد ور نه کړم  ، وه کاپرې
له رنــــــــګه سپینې شین خالۍ ،ګوره کاپر به مې کړې

فضل الربي رستم