د مهترلام بابا ادبي ټولنې څلورمه اوونيزه غونډه وشوه.                                             

شنبه (خالي) ١٥/٠٥/٢٠١٠

پېښور : د مهترلام بابا ادبي ټولنې څلورمه اوونيزه غونډه د پېښور د بورډ زيارت تم ځاى ته څېرمه د پي سي ايس کالج کې د ملنگ غر په مشرۍ وشوه. دا مهال عصمت الله حيران او روييد همت مشران ميلمانه ول. عبدالوهاب څاروان د دريځ چارې ترسره کړې او د تيرې غونډې گزارش نظير الحق قريشي ولوست. سميع الله همدرد غونډه په تلاوت پرانستله. د صفي الله ثمر په شعر کره کتنه وشوه، چې له ډېرو خبرو وروسته معياري وبلل شو. له  هالند څخه فضل الربي رستم د ټيليفون په ليکه د مهترلام بابا د ادبي ټولنې جوړښت نيک اقدام وباله او د مرستې ډاډ يې ورکړ.

په دې غونډه کې لږ تر لږه ٣٧ ليکوالو او شاعرانو برخه واخيسته او په وروستۍ برخه کې آزاده مشاعره وشوه چې د ځينو گډونوالو نومونه يې په دې ډول دي. محسن صديقي، احمد شاه پوپلزى، سردار نبي شجاع ځاځى، رحيم الله پکتين ځاځى، صفي الله سنگين، ميرعالم نويد، سمير افشاري، عماد الدين دوران. غونډه د احمد شاه پوپلزي په دعائيه پاى ته ورسېده او پرېکړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته به صفي الله سنگين خپله نثري ليکنه کره کتنې ته وړاندې کوي.