د مهترلام بابا ادبي ټولنې پنځمه اوونيزه غونډه وکړه.

 
شنبه (خالي) ٢٢/٠٥/٢٠١٠
 

پېښور : د دود له مخې مهترلام بابا ادبي ټولنې خپله پنځمه اوونيزه غونډه د پېښور د بورډ د زيارت تمځاى ته څېرمه په PCS کالج کې ترسره کړه. په دې مهال سردار نبي شجاع ځاځى مشر و. او مشران ميلمانه يې سکندر شاه اپريدى او محمد اعظم عاجز اپريدى ټاکل شوي وو. تلاوت تحسين الله تحسين ترسره کړ. عبدالوهاب څاروان د ستيج چارې ترسره کړې. د تيرې غونډې گزارش وړاندې نه کړې شو. د الفت سيال په غزل کره کتنه وشوه، چې معياري وگڼل شو. پرېکړه وشوه، چې راتلونکي غونډې ته به روييد همت نثر کره کتنې ته وړاندې کوي. په دې غونډه کې نږدې دېرشو شاعرانو برخه اخيستې وه، چې د ځينو نومونه يې دا دي. نصرت الله الهام، محسن صديقي، رحمت الله سمسور، عماد الدين دوران، صفي الله ثمر او نور. ټاکل شوې چې راتلونکې غونډې لپاره به رياض اپريدى د خيبر راډيو لپاره خپله مطبوعاتي ډله د غونډې د راپور جوړولو لپاره راولي.