دمهترلام بابا ادبي تولنې دريمه اوونيزه غونډه وشوه
پېښور : دمهترلام بابا ادبي ټولنې دريمه اوونيزه غونډه دحاجي احمد احمد شاه پوپلزى په مشرۍ دخيبر پښتونخوا دپېښور دبورډ دزيارت تمزۍ په څيرمه دپى سى ايس په کالج کې وکړه په دې مهال صفى الله کسوري او فدا محمد اکا خيل مشران ميلمانه ؤ دسټيج چارې عبدالوهاب څاروان ترسره کړى ، دتيرې غونډې ګزارش نظير الحق قريشى ولوست او تلاوت سميع الله همدرد وکړ په دې مهال دمحمد عالم نويد په غزل کره کتنه وشوه ، چې دډيرو خبرو وروسته معيارى وګرځول شو او دراتلونکى غونډې دپاره پريکړه وشوه چې محمد اياز شينورى به خپل نثر کره کتنې ته راوړى په پاى کې ازاده مشاعره وشوه ، چې په کې ګڼو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل چې دځينو نومونه يې دادى ، سردار نبى شجاع زازى ، عاشق الله حقبين ، روئيد همت ، سمسور مينه وال ، سمير افشارى ، رحيم الله پکتين زازى ، عالم محمد مخلص ، الفت سيال ، رحمت الله سمسور ، تحسين الله تحسين ، نور اغا شاه رخ ، صفى الله سحر ، عماد الدين دوران او نور .