دمهترلام بابا ادبي ټولنې خپله دويمه اوونيزه غونډه وکړه

پېښور : دمهترلام ادبي ټولنه ، چې هره اوونۍ دجمعې په ورځ ماسپخين ٣ بجى دپښتونخوا دپېښور دبورډ زيارت تمزى په څيرمه پى سى ايس په کالج کې کوي خپله دويمه اوونيزه غونډه يې دشفيق الله سحر په مشرۍ ترسره کړه په دې وخت رحيم الله پکتين ځاځى او الفت سيال مشران ميلمانه ؤ دوياندوى چارې عبدالوهاب څاروان ترسره کړى تلاوت عاشق الله حق بين وکړ او دتيرې غونډې ګزارش نظير الحق قريشى ولوست او درحمت الله سمسور په نثري ليکنه ( ښه او بد ) کره کتنه وشوه چې له ډيرو او هر اړخيزو خبرو وروسته معيارى وګڼل شوه په پاې کې خپلواکه مشاعره هم ترسره شوه ، چې نزدى ٣٠ شاعرانو په کې برخه واخيسته په غونډه کې دغه ښاغلو برخه اخيستې وه حاجى ګل اغا شهباز ، عاشق الله حقبين ، رحمت الله سمسور ، نظير الحق قريشى ، عبدالوهاب څاروان ، سمير افشار ، نور اغا شاه رخ ، فريدالله خان ، شيرشاه ، فضل الرحمان ساپى ، الله محمد دوست ، سميع الحق همدرد ، نور رحمان حقيار ، شفيق الله سحر ، عماد الدين دوران ، فضل قادر انډيوال ، ملنګ غر ، نصرت الله دوديار او نور .