ازاد نظم دی

زه د ګل تانده غوټۍ یم
او مینه په یوه ګل یم
هغه هم ګل د انځر دی
شپه می ویښه کړي له خوب چي غوړیږي
خو چي ګورم نه یې وینمه په سترګو
بوي یې وي خو خپله نه وي
ټوله شپه په اندیښنو کې
ټوله ورځ وم سرګردانه
او د داسي شپي په تمه
چي يي ووينم په سترګو

ذكيه غياثي