غزل

خیاله دا دې کوم جهان ته راوستم
تاد مینې ډک جانـــــان ته راوستم

چا وې؟ سترګې مړې چاته څه نه وایې
سم یې د پانسۍ میدان ته راوستم

خښې کړې منګولې زما زخمې زړه کې
چا دغــــــــــــــــه ظالم درمان ته را وستم

را یې نه کړ ګل یاره ستا زلــــفـــــو ته
چا دغه سپیره باغوان ته راوستم

ګرځیدم سلیمه  لـــــــه مـــــودو پــــسې
خدای د ټول ژوندون ارمان ته راوستم

سلیم احمدزئ