غزل

نــــــور مې په باور هـــم باور نه کیږي
تا ســــــره ټــــــګ جنـــې ګذر نه کیږي

ځــــه الله دې مل شه، خدای دې ښاد لره
دلته په خطر کې اختر نـــــــــــــه کیږي

میــــنه پــيــوســتـون د دوو زړونه دی
میـــنـــه په تــاویـــزاو منـــتــر نه کیږي

پـــاتـــې دهـــمـــزولو له کاروانه شوم
ســــــتـــړی یمه مانه سـفــــر نه کیږي

کلک زړه کې دې مینه کــــــرامت بولم
نـــــــــه کیږي دا کار په هنـــــر نه کیږي

فضل الربي رستم