غزل

لکه غني، لکه خیام ، نشه یې ســــــتـــــرګو کې ده

د شرابي غزل د جام،  نشه یې ســـــتـــــــرګو کې ده

نجلۍ ولاړه ده په بام، نشه یې ســـتـــــــرګو کې ده

ټالۍ وهي سرِماښام،نشه یې ســتـــــــرګو کې ده

 

جلال پرېوځي ګام په ګام،نشه یې سترګو کې ده

ستا د تومت ستا د الزام، نشه یې سترګو کې ده

 

لــــــښـــکر په لر وطن ډاډه په یرغل ځـــکه ورځي

د بر وطن د قتل عام ، نــــشه یې سترګو کــــې ده

 

زما یاران د مړ پـــاچا په غـــــــلامۍ نازیـــــــــږې

وایي چې،ځه خو د نظام،نشه یې سترګو کــې ده

 

مزارۍ پېغله پېښور کې هسکې سترګې ګـــرځي

د خپل پښتون پښتون باګرام، نشه یې سترګو کې ده

 

ددې یتیم ځلمي له سترګو  نه چې وینــې څاڅي

د شهید پلار د انتقام ،نشــــه یې سترګو کې ده

 

په ما دې ډکې پيالې بنګ نه څښي په شنه سبایې

په ما دې نه کوي سلام، نـــشـــه یې سترګو کې ده

                  جلال امرخېل