غزل

څه بې اجله ګزارونه کړی خماری سترګی
چی په هرځل راته راګوري دا خونکارې سترګی

ګوره لالیه خماري سترګی را اړوی ته
خوا دا عالم نیسي بیا ما ته ګنهګارې سترګې

زما لالیه ستا لمړي نظر مې زړه وړی دی
زه ناقراره وم چې نه وينم قرارې سترګې

زما د ژوند په قیمت ارزي هغه ښکلی نظر
خدای خو د نه کوي چې ستابه شي بیمارې سترګې

د غیاثي که چېرې دا په وس پوره شي کله
د تا له سترګو به قربان کړي خپلې خوارې سترګې