غزل

جوړه وه دګل غوندي خبره وه چا ورانه کړه

هيله وه تنکۍ وه خېاليګره وه چاورانه کړه

سوزنده بارودو په اومو شونډو را  وچه کړه 

غونډه منډه رغنده سندره وه چا ورانه کړه

ګوره چی داکوم ياغي لړم زهر پرې وپاشل

تيږه مو د هر غره مرغلره وه چاورانه کړه

خړه پړه مېنه راته ګرانه له پارسه وه

جوړه مو له وينې د ځيګره وه چا ورانه کړه

ولي به بازيده د تورخم پولي نه غلی تلم

لاره خو سيده تر پېښوره وه چا ورانه کړه

عبدالوهاب بازيد