ښځه

يوه ويل: زه له خپلي ښځي دومره بېرېږم چي هر څه وائې هغه کوم٠ بل وويل: زه بېله ويلو هم د هغې په رضا کار کوم. درېم غږ کړ: زه هيڅکله بې له څه تحفې او سوغاته کور ته نشم تللای... څلورم وويل: ما له ډاره بېخي ښځه نه ده کړې.

======================================================================

                                                   ساده سړی   

یوساده سړی یوه ورځ سپین کسټ په ټېپ کې اچولئ او ناست دئ ورته ژاړی ، بل چا ترینه وپوښتل : دا خو سپین کسټ دئ ، نو ولې ورته ژاړې ؟ ده ځواب ورکړ: دې سندر غاړی ته مې ژړا راځی چې غریب ګونګئ دی

======================================================================

                                              غلا 

یوه ورځ یوه غله له یو سړی نه پټکئ (لونګۍ) وتښتاوه ، سړی ورپسې منډه کړه خو غل په منډه کې ډېر چابک وه ، سړئ چې ډېر ستړۍ شو او شا ته پاتې شو نو د غله پسې یی نارې کړې "( اوووو... پټکئ خو دې یووړ، خو زما غوندې ېې ولا که وتړې.

======================================================================

                                                  معلم  اوشاګرد

معلم له شاګرده وپوښتل : وه هلکه ! دا جورابې دې ولې یوه شنه ده او بله سره ده ؟ شاګرد ځواب ورکړ : معلم صیب نه پوهېږم ، په کور کې هم همداسې یوه جوړه لرم .

======================================================================

                                                          دوه ملګري

دوه ملګرو خبرې سره کولې ، یوه وویل : غواړم چې د کور دروازه مې د کم عقلو خلکو پر مخ وتړم.... ملګری یی ځواب ورکړ : ښه خبره ده ، مګر خپله به څنګه کور ته ننوځې ؟

======================================================================

                                           یو سړی او خواښې يي

یو سړی د خپل خواښی سره بانک ته ولاړ. پدی وخت کی یو څوک چی نقاب يي پر مخ او ټوپک یی په لاس کی وو، ناره کړه چی ټوله په خپل ځایونو کی وی او شور هم و نه خوری. چی پیسی یی په خپل بکس کی واچول نو یو کس ته یی وویل چی: تا خو څه و نه لیدل؟ بیچاره کس ځواب ورکړ: ته می ولیدی چی بانک دی غلا کی. غله هم د ټوپک په کنداغ په پزه وواهه. ب...یا یی هغه کس ته چی د خپل خواښی سره راغلی وو ټوپک ونیوی او ورنه یی وپوښتل: تا خو څه و نه لیدل؟ سړی: نه ما هیڅ هم و نه لیدل خو زما خواښی هر څه ولیدل.

======================================================================

                                                       لیونئ

یو لیونئ د یوې څاه تر څنګ ولاړ وه او په جګ آواز ېې ویل : دیارلس ، دیارلس ، دیارلس ........ بل سړی چې هلته تېریده پوښتنه ېې ځنې وکړه : دلته څه شمیرې ؟ لیونی دا سړئ څاه ته وغورځاوه او ادامه ېې وکړه : څورلس ، څورلس ، څورلس .......

======================================================================

                                                 نجلۍ

یوې نجلئ چې دعا ېې کوله نو وېل ېې : پاکه خدایه ! زه د ځان لپاره هیڅ نه غواړم ، زما مور ته یو ښه زوم په نصیب کړې

======================================================================

                                            کابلى او هندو

وايي چې په کابل جان کښې يو کابلى او هندو سره ډېر ښه ملګري وو.

يوه ورځ د دواړو پر دې شخړه راغله چې کابلي ويل زما خداى (ج) لوى او طاقتور دى او هندو ويل چې نه زما بګوان تر ټولو لوى او طاقتور دى.

خو اخېر پردې خبره يې سره اتفاق وکړ چې:

مونږ دواړه به دبام له سر څخه ځانونه را وغورځوو که هر څوک ډېر ژوبل شو نو د هغه خداى به لوى... او پياوړى نه وي.

بلااخره اول هندو ماما د بام سرته اوچت شو او ډېرې دوعاګانې يې وکړې.

او د بګوان بګوان نوم يې څو ، څو ځله واخيست او ځان يې را ګزار کړ.

خو بلکل يو زره هم ژوبل نشو.

اوس د کابلي ماما نوبت شوو چې رنګ يې لا د مخه زيړ شوى وو خو په ډار ډار دبام سر ته وخوت او ډېرې دوعاګانې يې وکړې چې خدايه! ژوبل نشم او ونه شرمېږم په دوعا ويلو ، ويلو کښې يې د هندو نه بلې خوا ته مخ واړاوو او د ځان سره يې په ټيټ اواز وويل چې:

( بګوان بچيش تو هم فکرت با شد )

او بيا يې ځان را ګزار كړ .

======================================================================

                                                        مريض او ډاکټر

 مريض : ډاکټر صيب ويښته مې خوږېږي . ډاکټر : څه دې خوړلي دي ؟ مريض : د واورې سره مې ډوډۍ خوړلې ده . ډاکټر : ځه ورک شه ! نه دې مرض د سړي دى او نه دې خوراک .