غزل

شپه نیمه شپه خلک ویده شول ټول خوبونه کوی

زړه مې ماشوم شو راته ژاړې فریادونه کوي


دا که راتلله نو وختي به اوس راغلې وله

بس که ویده شه انتظاره ازانونه کوي


لکه یتیم دیوال ته کینې مړې مړې اوښکې توې کړي

خدایه مین مسافر مکړې تل غمونه کوی


دیار ژړا مې نن په زړه کې د غم څلي جوړ کړه

سلګې می ستوني کې پرتې اوښکې ټالونه کوي


زه خو چې لاره کې قدم اخلم میږي ته ګورم

ښکلې زمونږ په زړونو خیژې ډیر کبرونه کوي


سلیمه بس که قلم پریږده نور نو مه ژړیږه

اشنا دی خاندې  نه دی سوچ  نه دې فکرونه کوي

سليم احمدزئ