هغه دمينې او عاطفې استازی او سرلاری ، هغه چې زموږ او تاسو پرزړونو يې يې دمينې منګولې ښخې کړې دي، يوداسې څوک چې خپله ټوله هستې او ځان يې دمينې او ادب په نوم نذرانه کړل ، يوداسې څوک چې خپلې ټولې ستونزې يې تر شا پرېښودې ، خپله غريبۍ او بېوزلي سره ، سره يې دخپل ملي احساس له مخې ځوانانو او دادب مينه والو ته يو کاروان دجوړېدو تابیا وکړه ددغه کاروان مير او سالارهمدغه کس وو ، ښاغلي دغه کاروان په ښه توګه دپرمختګ بلۍ ته نژدې کړ، نژد ې وو چې دژوند نورې هيلې يې هم راوټوکېږي.، همدغه لامل وو چې دنفرت په ښار کې دمينې غږ پورته کول او دنفرت په تيارو کې دمينې شمعه بلول دهر چا دوسې کار نه وو، دکينې او کرکې استازو نوموړی پدې تور چې ولې دنفر ت په تيارو کې دمينې او عاطفې رباب غږوي پرهمدغه ګنا يې له کلي او له هيواد نه ايستلو ته اړ کړل ، دښاغلي غني خان غالب مينه چې له خپل کلي او خپلو ملګرو سره رښتيني وه ، نو ډېرو ملګرو ته يې په چات کې ليکلي وو، غزنی به له ماپرته بد ښکاري، دنوموړي وړاندوينه سمه وه ځکه پرهمداسې ورځ چې غني خان غالب نورنو ديوڅه وخت لپاره له موږ نه بېلېدو پرهمدغه سهار په غزني کې چې غالب نورنو هيواد پرېږدي ، زموږ ښار پرېږدي ، په همدغه ورځ دغزني شين اسمان تورو لوګيو واخيست چې ښاغلي غالب ورته خپله دنګه ځواني هم نذرانه کړه ، ښار کې وحشت خپور شو، په هغه ځای کې چې غني خان غالب دمرګ ملکې ته خپل امانت وسپاره ، هلته دښکلي ښار ښايسته ودانۍ هم بدرنګه شوې وې ، دا چې ښاغلی غني خان غالب څوک وو ، په غزني کې به ډېر داسې کم کسان وي، چې له غالب سره پېژندګلوي ونه لري، غالب دښار تيارو وخوړ ،هغه به ويل په داسې کلي اوسېږو داسې ښارکې دلته چې نه دشپې ځان خوندي بولو نه سهار کې دلته ښاغلی غالب خپل ټول ارمانونه دخپل سفر دچمتو کړې غوټې په څېر له ځان سره ګور ته یووړل ، هغه پر ژوند ډېر وکړېدل ، خو لکه چې وايي بې مېوې ونه څوک په کاڼو نه ولي، غالب رښتياهم يوداسې څوک وو چې هره شېبه مې ځوانيمرګ سترګو ته نېغ ، نېغ کېږي، هغه يوداسې څوک وو چې دټولو ملګرو دملګرتيا حق يې ادا کړی دی ، خو افسوس چې موږ پرژوند څوک ونه ستایل ، پرمرګ يې ساندې او مرثيې وايو ښايي زموږ دټولنې فطرت همداسې وي يولنډۍ ده وايي اول مې فکر درته نه وو اوس مې دزړه ستنې کږې درپسې دينه رښتياهم غني خان غالب ! زموږ دزړونو او هيلو ترجمان وو، هغه زموږ دټولني يو واقعي انځورګر وو، هغه داسې يو څوک وو چې خپل ياد يې تل زموږ په زړونو کې ژوندی کړ. عبدالغني خان غالب! له نن نژدې ۳۱ کاله وړاندې په کوزه پښتونخوا وزېږېد ، چې بیا وروسته يې دسلطان شهاب الدين غوري دعالي لېسې نه يې دفراغت بری ليک واخيست ، نوموړي په کوټه کې دسياسي علومو په پوهنځي کې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړ ، خو غريبۍ تر ې دغه هیله واخيسته ، ارواښاد غني غالب اړ شو چې اماراتو ته په خواري پسې ولاړشي، چې له دوو کلونو وروسته يې بېرته خپل کلي ته راغی او په غزني ښار کې يې خپلو ادبي هلوځلو ته دوام ورکړ، هغه مهال ما په ډېوه مطبوعه کې دناور مجله ايديټ کوله چې مطبوعې ته يو کليوال سړی راغی ، ما ورسره نه پېژاند خو عزيز عظيمي هغه راوپېژاند هغه په ډېره مينه خبرې کولې له هماغه مهاله مې ورسره وپېژندل ، چې بیا وروسته دکليوال ادبي ملګري دټولنې بنسټ کېښودل شو، چې سرلاری يې همدا غني غالب وو، چې له نن نه د نژدې دری کاله وړاندې (۱۳۹۰)ل کال ددسلواغې په مياشت کې دکليوال ادبي ملګري تر نوم لاندې ټولنه رامنّځ ته شوه چې دهمدغه ټولنې پرمټ په غزني ښار کې مشاعرې جوړې شوې له کابل او يو شمېر نورو سیمو نه قلموال او ليکوالان راغله ، همدارنګه دهمدې ټولنې په استازيتوب نورو ولایتونو ته هم سفرونه وشول . دويمه برخه :- همدارنګه همدارنګه ا رواښاد نه يواځې دا چې نورو ولایتونو ته يې سفرونه وکړل ، يايې دغزني په زړه کې مشاعرې جوړې کړې، دنورو ولايتونو دشاعرانو کوربتوب يې وکړ، همدارنګه يې دغزني دنویو او تاندو شاعرانو په ژوند اوشعر باندې يې يوه ادبي تذکره (لمر په چينارونو )او همدارنګه يې قلموالو او ليکوالو په ژوند او ليکوالي هم درنجلومې په نوم ادبي تذکره چاپ شوه ، ځوان ليکوال ښاغلي جميل وقار دشاعرانو او ليکوالانو دشعرونو او لنډو کيسو په راټولولو کې دوس تر بريده هڅې او هاند کړی دی، همدارنګه دکليوال ادبي ملګري له لورې دځوان ليکوال او ژورناليست شير احمد حيدر( دلنډو کيسو دليکلو لارې چارې )په نوم ژباړه هم چاپ شوه ، همدارنګه دکليوال ادبي ملګري مشر غني خان غالب هڅه کړې ده ،چې دکليوالو ادبي ملګرو له لورې وخت ناوخته مشاعرې جوړې شي، دځينو ليکوالانو په ژوند او فن باندې علمي سمينارونه هم دایر شوو. شخصي ژوند :ـ که څه هم غني خان غالب له پولې هغه غاړه په کوزه پښتونخوا کې دې فاني نړۍ ته راغی خو اصلا د اندړو دملاګلان بابا دکلي استوګن وو، له هغه وروسته چې دژوند مجبوريتونه يې وګالل ، عربو ته په خوارۍ پسې ولاړ، خوپه (۱۳۹۰) ل کال کې بېرته غزني ته راغی ، دا ځل يې خپل ټول مجبوريتونه تر شا پرېښودل دخپل اقتصادي ضعف سره ، سره يې په غزني کې ادبي او فرهنګي هلو ځلو ته دوام ورکړ، هغه په ډېر لږ وخت کې ډېر زیات شمېر قلموال او شاعران په ځان راټول کړل ، په ډېرکم وخت کې يې دکليوال ادبي ملګري دټولنې بنسټ کېښودل او مشري يې هم داروا ښاد غالب په غاړه وه ، غني خان غالب په ټوله مانا يو ډېر مينه ناک ځوان وو ، دهغه وېړه ټنډه او په موسکو شونډو روغبړ به هر ملګري ته ياد وي ، هغه ډېرې لوړې هيلې درلودې ، ما او هغه چې به کله يواځې شو ، نو بیا به يې ويل چې يواځينۍ هيله مې همدا ده چې دغه ټولنه يوه داسې ټولنه وي چې پکې هر څوک ځان وګوري ، هر څوک باید ددغه کاروان سره ملګری شي ، دخپلو خلکو او خپل ادب لپاره کار وشي، غالب صیب به داهم ډېر ويل چې که ژوند فرصت راکړ ، نو دکليوال ادبي ملګري دټولنې لپاره به داسې بنسټيز کاروکړم چې په غزني کې دټولو ادبپالو او فر هنګپالو ملګرو ټولې هيلې ورپسې تړلې وې ، کليوال ادبي ملګرو په ډېروکمو امکاناتو باندې خپل خوځښت جاري وساتل خو له يو کلن مزل نه وروسته هم دهمدې ټولنې له لورې کتابونه دچا پ تر ګوتو ورغلل، په کليو او بانډو کې ځوانانو ته همدغه کتابونه ورسېدل ، وروسته له دې ټولنې سره يوځای شول، که څه هم غالب له شهادت نه مخکې هم يو ځل په دې تور بندي شوی وو ، چې ولې له خلکو سره مينه پالې ؟ خو وروسته دخواخوږو ملګرو په هڅو او هاند بېرته ازاد شو ، غالب صیب ! دپنځو اولادونو پلار وو، چې دری يې نازولې لوڼې او دوه زامن يې تر شا پرېښودل. دريېمه برخه :- ملا داسې تعويذ راکړه ، چې دلدار کلي ته راشي. سېرلی به نذرانه درکړم چې يار کلي ته راشي يوه يتيم ماشوم ويل ،همځولو ته کوڅه کې والله که دې په پرېږدم چې مې پلار کلي ته راشي. يو چا راته له ليرې اشاره وکړه چې چوپ شه يو څو بېګانګان به اوس کتار کلي ته راشي . يو څوک شته چې مې زړه ته لټوي دراتلو لارې دانه چې له غمونو سره بار کلي ته راشي. ما دې تر نامه (غالبه ) سرې مرۍ راښکلې دوسمال مې درته ايښی چې رويبار کلي ته راشي. ارواښاد غني غالب غزلونه هم دوخت اوزمانې دناخوالو په خم کې رنګ شوي دي، ناوړه دودونه ، دمينې پرځای کرکه ، او نور دېر داسې څه شته چې زموږ د ټولنې له ناخوالو نه يې رنګ اخيستی دی . غالب شاعري ډېره ساده ده او هرڅوک په اسانۍ سره پرې پوهېږي. ملا داسې تعويذ راکړه چې دلدار کلي ته راشي. سيرلی به نذرانه درکړم ، چې يار کلي ته راشي دلته که فکر وکړو، نو نن زموږ په ټولنه کې تر ټولو زيات دتاويذ کولواو مريدۍ بازار توددی ، تاويذ کول هم وړيا نه دي ، بلکې دتاويذګر شکرانه هم دهر چا ودسې کار نه دی چې دتاويذ شکرانه ورکړله شي، دلته ارواښاد غالب خپله دټولنې په دغه ناوړه دود پسې څراغ اخيستی دی. غالب صیب! دلته خپله ملا صیب ته کېنستی دی ، هغه ته يې وايي چې شکرانه هم پسه درکوم خو ته باید ماته داسې تاويذ وکړې چې اغېز پرېباسي ، دلته په حقيقت کې غالب دغه دود غندلی دی . يو چاراته له لرې اشاره وکړه چې چوپ شه يوڅو بېګانګان به اوس کتار کلي ته راشي . دلته شاعر دخپل فکرخبره کوي ، خو بیا بېرته غلی کېږي، ځکه چې دلته دخپل او ايډیال خبره هم نه شي کولای ، دلته شاعر بیا خپل مجبوريت ښيي او وايي چې بل څوک مې له خپلې خبرې ګرځوي ، خپل ايډيال نه مې په شا کوي ، هغه وايي په دلته اوس بېګانه او پردي خلک ګرځي هغوی واکمن دي ، په هغوی پسې باید په پټو سترګو اقتدا وشي ، دخپل نظر دښکاره کولو وخت نه دی . نو ځکه دبل چا په نغوته دبل چا له وېرې خپله خبره پټوي او دا زموږ دټولنې يو څرګند حقيقت دی . خو په لاندې بیت کې بیا شاعر په هيچا هم باور نه لري، شاعر وايي . يو څوک شته چې مې زړه ته لټوي دراتلو لارې دانه چې له غمونو سره بار کلي ته راشي . دلته شاعر زړه نا زړه دی ، دلته ديو چا دمينې په اړه څه وايي خو زيا ت پرې شکمن دی ، ځکه هسې نه چې دګلونو په ځای له اغزيو سره غاړ غړۍ شي، دلته شاعر ناخوالې او ستونزې زغملې دي. شاعر اوس په ډېره اسانۍ سره چاته زړه نه ورکوي ،ځکه چې تر دې پخوا شاعر دخوښۍ په ځای له غمونو او ستونزو سره مخ شوی دی . ماشومې خاطرې مې په زړګي منګولې خښې کړي . کله چې مې مورپه ژبه ځارراسره اړوي دلته دشاعر مينه او عاطفه وګورئ کله چې دمور مينه هغه ته دماشومتوب خاطرې وريادوې نو شاعر په خپل ماشومتوب پسې ارمان کوي ، ځکه په ماشومتوب کې يې يواځې مينه او عاطفه پېژندله ، خو اوس دکرکې له کبله دمينې او عاطفې نوم هېرشوی دی نو ځکه دی دماشومتوب خاطرې رايادوې . زه په غزل ملا په منبر کې ستایو ښکلې ، ښکلې اوس په موږ دواړو کې کوم ښه دی ، ستا نظر غواړو دلته شاعر وايي ملا صیب په منبر دښکلو ، ښکلو ستاینه کوي ، حوري او غلمان يادوي دهغوی د ښکلا په اړه خبرې کوي ، زه هم ښکلا ستایم په ښکلا مين يم او ښکلا پېژنم ، فقط توپير مو همدومره دی چې ملا صیب ! يې له منبر نه دښکلو په ستاینه نه مړېږي او زه يې بیا هره شېبه او هر ځای په غزل کې ښکلي ستایم . نوربیا