د ارواښاد غني غالب په اړه د ډاکتر اشرف غني د تسلیت پیغام: په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترغوږ شو، چې د غزني ولایت یو تاند په هېواد او خلکو مین زلمی (غني غالب) د تېرې ورځې په برید کې د شهادت جام وڅښه، دغه زلمي له موږ سره وخت په وخت اړیکه نېولي وه، دده اړیکه او غوښتنه شخصي نه وه، تل یې هڅه دا وه چې په سیمه کې څنګه امن راشي، افغان بچیان ښوونځي ته لاړ شي، په غزني کې د ښوونځي او پوهنځي دروازې پرانیستل شي، د غزني ځوانان پوهه زده کړي، د جنګ او کرکې له بلا وژغورل شي، دغه زلمي همیشه له ما سره د هېواد په روان کړکېچ بحث کاوه، هیله یې دا وه چې خپل هېواد او خلک سوکاله وویني، شا او خوا دوه اونۍ وړاندې د غزني ولایت د ستونزو په اړه دده، یو پیغام، د (ازمون ) په لاس را ورسېد، ده په دې پیغام کې له ما څخه غوښتي و، چې له هرڅه ړومبی باید ددغه ولایت امن، معارف او روغتیا ته پاملرنه وشي، ستونزي یې ژړلې وې، بیا یې د ستونزو د حل لپاره حل لارې هم وړاندې کړې وې، دی یو له هغو ځوانانو څخه و، ماته یې د خپل ولایت په باب لیکلي وړاندیزونه را کړي، افسوس دا چې مرګ دی هم له موږ واخیست، زه د هیواد او د دې هېواد د بچیانو پر دښمنانو غږ کوم چې ، ایا د داسې تاندو زلمو په وژنه مو، کومه ګټه وکړه؟ پرته له دې چې دغه ویر ځپلی ملت مو یو ځل بیا د غم په ټغر کښېنا وه، کاش چې ددغه ځوان له فکر او استعداده ګټه اخستل شوې وای، دده د هېواد پالنې فکر دي ژوندی وي، زه تر هرڅه وړاندې افغانان ځوانانو بیا په تېره د غزني غمځپلو خلکو او دده له کورنۍ سره دده د مړیني تسلیت وایم، او ځان ورسره په دې وير کې شریک بولم. ډاکتر محمد اشرف غني (احمدزی)