رهنی معاملاتو او د عامه اعتبارتو او د منقولو مالونو د ثبت سیستمونو د افغانستان بانک لخوا یو نوی سیستم دی چی د خصوصی سکتور د پیاوړتیا د پاره یو مهم سیستم ګڼل کیږی.
رهنی معاملات یا رهن چی د پور په مانا دی. او په انګلیسی ژبه کی ورته Mortgage Loans هم وایی ،د پور دا ډول اعتباری معاملی هغه ډول اعتباری معاملی ته ویل کیږی چی کله د بانکونو یا ځینی ځانګړو مالی ادارو لخوا په منقولو او غیری منقولو اموالو د سواداګری یا شخصی راکړی ورکړی په خاطر د یو ځانګړی جنس ، کور یا شتمني د یو ټاکلی مودی په دوران کی په ضمانت ورکولو سره ترسره کیږی. رهنی معاملات په نړئ کی په غیری رسمی ډول بلخصوص په امریکا کی په ۱۹۳۰ م کالونو کی رایج ول. وروسته د ۱۹۳۰ م کال څخه رهنی معاملاتو رسمی شکل پیدا کړ. څرنګه چی نوموړی معاملات د شخصی سکتور د تقوی او پرمختګ د پاره یوه ډیره مهمه منبع ګڼل کیږی، چی په اوسنی وخت کی په پرمختللو هیوادونو کی ددی پور ورکولو د پاره ځانګړی اداری جوړی شوی دی.
دا ډول پورونه هم په منقولو او هم په غیری منقولو اموالو د مربوطه اداراتو لخوا ورکول کیږی.
څرنګه چی پوهیږی ،د یو هیواد د اقتصادی پرمختګ د شخصی سکتور د پرمختګ او پیشرفت څخه ناشونی ندی، په ځانګړی ډول د مخ پرودی هیوادنو د پاره، نو نوموړی معاملات او د رهنی معاملاتو د ترسره کولو د پاره د ځانګړو یا په موجوده بانکی اداراتو کی د داسی بانکی اسانتیاوو برابرول به ، بدون د شکه د هیواد په اقتصادی پرمختګ او خصوصی سکتور په فعالیتونو باندی مثبت ثاثیرات ولری.
همدارنګه له څنګه چی یادوونه وشوه، اکثره مخ پرودی هیوادونه د ډیرو اقتصادی ستونزو سره مخامخ دی. ددی ډلی څخه زمونږ ګران وطن افغانستان هم یو د هغو هیوادونو د جملی څخه شمیرل کیږی، چی پانګه وال همیش د پانګی او د مالی ادارو د نه موجودیت ،وزګارتیا او مصرفی اقتصاد او ډیرو نورو اقتصادی ستونزو څخه سر ټکوی. نو د نوموړی ستونزو د کابو کولو او د افغانستان د خصوصی سکتور د پیاوړتیا د پاره ،د داسی با ارزښته معاملاتو سرته رسول، د داسی اداراتو جوړول، او همدارنګه د داسی با ارزښته علمی او مسلکی کنفرانسونو دایرول یوه مهمه تګلاره ګڼم. او د بلی خوا څخه د داسی تګلارو او برنامو په جوړولو سره به زمونږ پانګه وال او انفرادی کاروباری اشخاص وکولای شی چی په اسانی سره پور تر لاسه کړی، لدی سره به د پور د ورکړی ګټه را کمه شی، او بلاخره به د مالی اداراتو په منځ د پور په ورکړی کی مثبت رقابت رامنځته شی، چی انشاالله ددی تګلارو او سیستمونو په رامنځته کیدو سره به وکولای شو چی د افغانستان د خصوصی سکتور په وړاندی پرتی ستونزی تر یوه حده حل کړو.
لیکنه : پوهنیار سمون اندړ