رانه هیریږی کله زه یی مدا م یا د وم

زما په زړه کښی اوسی زه هغه ګران یا دوم

پکښی پیداچی شومه او پکښی لویه شومه

ځان به لوګی کړم ترینه افغانستان یادوم

ترلوړو غرویی قربان تر شنوباغویی قربان

زه یی قد م په قد م ډ یر په ا رما ن یاد وم

سترګی می ټیټی ندی یمه پری هسکه غا ړه

زه یی په ټول جهان کښی په  سپین میدان یا دوم

ورته دعاوی کوم چی له دښمنه خلاص شی

 زه یی  په هرلمانځه کښی لکه یما ن یا دوم

نوریی  بوټونه باسه ګرځه  پری لوڅی پښی

زه هغه پا که خا وره د غزنی جا ن یا دوم