په کابل پریس کی مي یولکنه تر دی عنوان لاندي (توطئه انحصار گران علیه سپه سالار مقاومت همچنان ادامه دارد) وکتله، کله مي چي دد لیکني سرلیک ولید نو ځان سره مي وویل چي دا لیکنه به په مسعود شوي وي ، ځکه دا ۱۰ کاله خو هماغه د مقاومت سپه سالار او ټیکه داردي، خو چی کله مي په ویلو باندي پیل و کړنو په دي باندی پوه شوم چی دا د هزارګانو سپه سالار دي، هغه هم مزاري ، محقق یا خلیلي نه بلکه رشید دوستم دي.
دا چي ولي دي لیکوال د رشید دوستم نه داسي یو زمريۍ جوړ کړي په دي باندي بیا کله خبري وکړو، خو اوس یواځي دد لیکني په ځینو مهمو نقطو باندي بحث کوم.
لیګوال په خپله لیکنه کي لیکی ( جنرال دوستم رهبر جنبش ملی اسلامی افغانستان که در زمان جهاد افغانستان با قیامش کمر حکومت کمونستی وقت را شکست و راه پیروزی مجاهدین را هموار ساخت؛ یکی از چهره های محبوب در میان مردم افغانستان است )، لیکوال غواړي چي په دوه ګوتو لمر پټ کړي، او په ډیره سپین سترګۍ سره دي ستر تاریخي حقیقت ته بل رنګ ورکړي، لیکوال کیداي شي خبر نه واي چی رشید دوستم دا فغانستان په جهاد کي هیڅ ونډه نه درلوده ، او دا هغه مهال دي ځیني تش په نامه مجاهدینو سره یواځ شو چی د افغانستان مقدس جهاد پاي ته رسیدلي وه او افغانستان نور د قوم، سمت، ژبي او مذهب په اساس د ستر معاملو په میدان بدل شوي وه، او رشید دوستم هم دیو داسي معاملی به اساس د هغه چا سره یوځاي شو چی نه یی غوښتل د کابل مرکزي حکومت پښتنو ته په لاس ورشي. رشید دوستم چی په کال ۱۹۵۴ په جوزجان کي زیږدلي دي او په کال ۱۹۷۰ کي د جوزجان په دولتی نفت او ګاز فابریکه کار کاوه، په ۱۹۸۰ کلیزه کي کله چی د شوري سري لښکري دافغانستان نه ووتلي، نود کابل د هغه وخت حکومت د ډاکتر نجیب په مشري دا غوره وکڼله ترڅو د مرکزي حکومت د ساتني او مجاهدینو سره د مقابلي لپاره د ملي اردو او ملي پولیسو ترڅنګ ملیشه ځواکونه هم رامنځ ته کړي، چي په همدي اساس رشید دوستم هم دیو ملیشه قومندان په توګه رامنځ ته شو.
په کال ۱۹۹۰ کله چی د کابل مرکزي حکومت د مجاهدینو په وړاندي د جنګ توان له لاسه ورکړ، نو مجبور شول ترڅو د افغانستان په ځینوبرخو کي د ملیشه یی ځواکونو څخه د مجاهدینو په وړاندي استفاده وکړي نو هماغه وه چي د رشید دوستم په مشری ازبکي ملیشي د افغانستان په ځینو برخو کي لکه میدان ښار او خوست کي عملیات ترسره کړل،د دوستم د ملیشو راتګ راسره کابل ته د کابل په ښاریانوکي ویره خپره شو، ځکه د کابل ښاریانو له دي وړاندی داسي ځناورصفته انسانان نه وه لیدله،لنډه دا چي د دوستم د ملیشي په رتګ سره د کابل ښاریانو بیا د ارام خوب نه دي کړي، هروخت و رسره د دوی په مال ،ځان ،ناموساس او عزت باندي د دي ځناورو له خوا د تیري ویره وه، او په همدي وجه د کابل ښاریانود دوستم بي رحمي ملیشه ته (ګیلم جم ) لقب ورکړو ، د ښاریانو ویره او د ملیشو خپلسري هغه مهال نور هم زیاته شو چي کله دي ملیشو ته په میدان ښارکي د عملیاتو اجازه ورکړل شوه.
میدان ښار چی د کابل په ۱۲ کیلومتری کي موقعیت لري د کابل د مرکزي حکومت لپاره یو کواښ ګڼل کیده نو په همدي اساس یي د دوستم ملیشه ځواکونوته دا دنده ورکړه ترڅو دا ستر کواښ لمنځه یوسي، د دوستم ملیشه چی په چور او چپاول باندی روګدي ملیشه وه نو په همدی خاطر مرکزي حکومت دد مليشي د لاښه جنګولو لپاره دي ملیشي ته دوه وړاندیزه وکړل اول مال ستا او خاوره زما دوهم مترانه جنګ ، یعنی د هر متر خاوري په بدل کي مرکزي حکومت ملیشه ځواکونه د پیسي ورکولی، ملیشه ځواکونو چي کله د مرکز حکومت دا سخاوتمندانه وړاندیز تر لاسه کړل نو هغه ظلمونه يي وکړل چی د چنګیز تاریخ یی را ژوندي کړ، کورونه يي وران کړل او د کورونو دستګ، دروازي، ګړګي ، د کور نور اسباب او وسایل چور او په کابل خرڅ کړل ، د میدان ښار ټول باغونه ووهل او وني يي په کابل خرڅ يي کړي، کلي ډول ویجاړ شول او داسي وویل کیږي چي هغه مهال د ملیشو د ظلم او ستم له وجي په میدان ښار کي هیڅوک پاتی نه وه ټول خلک د خپلو کورنو پریښودوته اړ شوي وه.
په کال ۱۹۹۲ کله چی شوري په دي باندي پوه شو چي له یوه پلوه د کابل مرکزي حکومت د دوي دکټي نه شي خوندي کولاي او له پلوه کیداي چي ډاکتر نجیب د یو معاملي په اساس د کابل حکومت ګلبدین حکمتیار ته وسپاري، نو کرملین په دي فکر شو چی څنګه کولاي شي چي هم خپلي ګټي خوندي وساتي او هم پرنږدي چي د کابل مرکزي حکومت حکمتیار ته په لاس ورشي.
داچي شوروي په د کابل په رژیم(پرچمیان) او همدارنګه د شمال په جهادي قومندانان(جمعیت) او په ملیشه ځواکونو( ددوستم ملشه ځواکون) کي خپل دوستان درلودل، چي تر دي دمه دا دري واړه دوستان ضاهرا د متفاوته اهدافو د لاسته راوړلو لپار مبازه کوله چا مرکزي حکومت ساته، چا بیا د جهاد د مقدسي کلمی څخه په استفادي بیا د همدي حکومت د را پرزولو هڅي کوله ، او چا ته بیا نه حکومت او نه هم جهاد اهمیت درلود. خو کرملین ددي لپاره چي خپل واګ په افغانستان له لاسه ورنګړي په ډیر مهارت سره يي دا دري واړه ډلي سره یواځاي او دشمال ایتلاف یی رامنځ ته او یومشترک هدف يي ورکړ او هغه دا وه چي پښتانه ستاسو ټولو مشرک دښمنان دی او تاسي ټول باید په دی حساس وخت خپلي زاتي دښمني یو طرف ته پریږدي او یواځي په دي باندی تمرکز وکړي چي څنګه کولاي شي چي مرکزي حکومت ته د پښتنو د رسید مخه ونیسي . کله چي هدف یو شي بیا لاري ، پلانونه هم سره یو شي ، او هغه وخت همداسي وشول، د شمال ایتلاف خپل کار له مزار نه پيل کړ او لمړي لاسته راړنه يي دا وه چی جمع خان اڅک چی یوپیاوړي پوښتون وه له شمال نه پسي واخیستلو او د رشید دوستم د خپل سري لپاره یی لاره برابره کړه، د پلان مطابق رشید دوستم مزار ته سقوط ورکړو، او بیا د پلان مطابق ټول شما ل او بیا د کابل مرکزي حکومت هم په همدي سلسله کي سقوط وکړو. لڼده دا چي رشید دوستم نه جهاد کړي، او نه یي هم د کمونستانو حکومت ملا ما ته کړي، یواځي دومره يي وکړل چی د خپلو نورو ملګرو سره یوځاي يي پرینښودل چی پښتانه کابل ته ننوځي ، او دمرکزي حکمت واګي په خپل لاس کي واخلي، او نه یواځي دا چي محبوبه چهره نه ده بلکه زه په ډاډ سره ویلاي شم چي د افغانستان د ورستي دریشو کلنو تر ټولو منفوره چهره ده ، هغه چا چي په زرګونه خلک وژلي وي ، کورنه یی وران کړي وي، باغونه یی سوځولوي ، ملی شتنمي لوټ کړي وي، د افغانانو په ناموس باندي تیري کړي وه بي ګناه خلک یی زو رولي وي څنګه د افغانستان د خلکو په زړه پوري څیره کیدلاي شی.
محترم لیکوال بیا هم یو ستره تاریخی تیروتنه کړي او په خپله لیکنه کي داسي لیکلي( جنرال دوستم با توکل به خدا ونیروی مردمی در برابر همه ی آنها مقاومت کرد و تا آخرین لحظات در کنار مردم باقی مان) لیکوال د دجملي سره غواړي ثابت کړي چي ګواکي رشید دوستم په ډیره میړانه د طالبانو په وړاندي مبارزه کړي اوترپایه پوره په هیواد که پاته وه، اما دا ډیر زړه خبر نه ده چي هیره شوي وي، دوستم چیرته او څنګه او د چا په مرسته افغانستان ته راستون شو.
کله چی طالبانو د کابل حکومت و نیوه نو هڅه یی دا وکړه ترڅود شمال په لوری ولاړشي اود شمال ولایتونه هم یو پر بل پسي تر خپلي ولګي لاندي راولي او د سالنګ له لاري د افغانستان شمال ته ننوځي، په لمړي سرکي داسي وه هم شول ، طالبانوپه سالنک ور پورته شول اوهمدارنګه د د پنچشیر خولي ته یی ځانونه ورسول، مسعود چي له پخوانه په وراني کي نوم درلود داځل یي بیا هم په پنچشر دره کي د طالبانو د مخنییوي لپاره پلونه ویجاړ کړل ترڅو طالبان ونشي کولاي چی دپنچشیر دري ته ننوځي، څه مودي ورسته چی کله مسعود طالبان د سالنګ نه راپه شا کړل نو د دي لپاره چی طالبان د سالنګ له لاري د افغانستان شمال ته لار پیدا نکړي د سالنګ تونلونه را ونړلول چی په دی سره یی د طالبانو شمال ته د پرمختګ مخه ونیوه . طالبان هم چی غوښتل یی د افغانستان شمال ته لاري پیدا کړي او تر خپلي ولګي لاندي راولي د غرب له لاري د افغانستان شمال ته ورتګ لاره انتخاب کړه، چی په دي سره طالبان په مستقیم ډول سره د دوستم او جنرال مالک د ملیشو سره مخامخ شول، د لیلي د دښتي تر دسیسي ورسته طالبانو وکولاي شول چی د شمال اکثره ولایتونه تر خپلي ولګي لاندۍ راولي چي په دي ولایتونو کي د رشید دوستم پلرني ټاټوبي جوزجان هم شامل وه، دوستم چی نور یی نه شو کولاي چی مقاومت و کړي د تاجکستان له لاري ترکي ته وتښتید، او بیا د امریکا یانو د حملو تر پیل پوري بیرته افغانستان ته راتګ په فکر کي نه شو، خو کله چي امریکا یانو د طالبانو په واړاندي حملي پیل کړي نو رشید دوستم هم په بیرته افغانستان ته راستون شو. د دي حقیقت په پام کي نیولو سره باید ووایم چی نه خو رشید دوستم تر اخره پوري دخپلو خلکو په خواکي پاتي وه او نه هم ورسره د خلکو زور وه چي ښاغلي بیرته افغانستان ته راستون شو، بلکه دا یو ستر تاریخي حقیقت دي چی دوستم د امریکا یانو په ملاتړ وکولاي شو چی بیرته افغانستان ته راستون شي.
د لکني په یوه بله برخه کي لیکوال اوسني نصبي امنیت ته داسي اشاره کوي (این بدین معنا ست که ثبات و آرامش نصبی چند ساله ی افغانستان را مردمان تاجیک، هزاره، ازبیک و دیگر ملت های تحت ستم به خون خویښ خریده اند.
اگر به تاریخ سیاه کشور نگاه شود، در هر مرحله تاریخ که امیران و شاهان خونخوار پشتون، این سرزمین را برای حفظ قدرت به بیگانگان فروخته اند). دا څه د تیري زماني خبر نه ده چی لیکوال محترم غواړی دا ثابت کړي چي ګواکي دا هرڅه چی اوس دي دا د دوی د قرباني له برکته دي، ما ته خو یاد نه شي چی په دی تیرو یولس کالنو کي تاجیک، ازبک ، هزاره او یا هم کوم بل میشته قوم په افغانستان کي دومره قرباني ورکړي څومره چی پښتونو ورکړي، په یو جکړه کي دري لورو ته تلفات اوړي ، نظامي ځواکونه(ملي اردو، ملي پولیس، ملی امینت) ته، مقابل لوري( د نظام مخالفینو) ته، او ملکي وکړو ته، چي بدبختانه باید ووایم چی په تیرو یولس کلنو کي د دي دري واړو برخو تلفات پښتنو ورکړي که طالبان دي که عکسردي او که ملکي وکړ
ي دي ټول پښتانه دي، هغه چی تر تورو خاور لاندي شول خداي پاک دی پري ورحمیږي هغه چي ژوندی پاتي دي هره ورځ دومره قرباني ورکوي چی د افغانستان نورو قومونو په تیرو لسو کلنو کي نه وي ورکړي، پښتانه ښونځي نلري، سرک نلري، روغتون نلري،سرپناه نلري ، امنیت نه لري ، په دولتی ادارو کي خپل نلري، په خپل وطن کی در به در کرځي ، د فریاد د اوریدول څوک نلري، د اوښکو پاکول لپاره څوک نلري دا دپښتنو قرباني دي چی هره ورځ یي ورکوي، زما به اند ښایسته ښونځي درلودل، دپآخه سرک درلود، د روغتون درلود، په پوهنتونوکي محصلین درلودلو ته او یاهم د ټول حکومت په لاس کي نیولو ته او یا هم د لا نور زیاتو امتیازاتو غوښتنی ته قرباني وايي نو بیا ریښتیا خبره ده چي نور قومونه ډیره ستره قرباني و کوي .
یوه بله د یادوني خبر دا ده چي لیکوال په ډیر سپین سترګي او له هغه کیني او عداوت نه چي پښتنو سره لري په د افغانستان پاچاهان په خیانت او د وطن په خرڅلاو باندي تورن کړي، خو کیدای شي چی د لیکوال حافظه کمزوري وي او دا یی په یاد نه وي چی افغانستان د تل لپاره پښتنو په خپله وینه باندي ساتلي، هغه وخت چی افغانستان د فارس یوه برخه وه او احمدشاه بابا د خپلي توري په میړانه سره بیرته د یو مستقل هیواد په توګه دنیاته ور پیژنده بیا تر نن ورځي پوري پښتونو ساتلي او پښتانه به یی ساتي، خو کله چی د طن د خرڅلاو خبر راځي نو بیا هم باید ووایم چی په دی کار کي هم زمونږ هیواد والو ډیر زرین تاریخ تر شا پریښی دي، او ښه بیلګه یی د افغانستان د ژبي ،فرهنک او استقلالیت خرڅول په ایران ، ازبکستان او په تاجکستان دی ، دایران د خوشاله لپاره چا پوهنتون ته دانشګاه وویل، چا روغتون ته بیمارستان وویل، څوک هڅه کوی چي ملي ترمنالوژي لمنځه یوسي ، چا په افغانستان کي ایراني مذهبي مشر ولمانځه، څوک د ایران او داسي نور سفارتو سره په مستقیم ډول راوبط لري، که دا هرڅه د وطن خرڅیدل نه وي نو بیا کیداي شي چی دا سکندر، چنګیز، انګریز او د سرو لښکرونه ازادي د وطن خرڅیدل وي نوبی په ډیر ویاړ سره باید ووایم چی هو زمونږ نیکنو دا وطن خرڅ کړي .
د لکني وروستي برخه چی غواړم خبري پري وکړم هغه ښاغلي لیکوال څه داسي لیکلي(پس از شکست گروه جهل طالبان و بوجود آمدن حکومتی موقت در افغانستان، آقای دوستم به خاطر مصلحت کشور و امید واری برای رسیدن به صلح و آشتی ملی در کشور، از هرگونه امتیاز خواهی صرف نظر کرد) ښاغلي لیکوال غواړي داسي و ښي چی ګواکي رشید دوستم داسي یو عظیم انسان دی چي د دومره قدرت او د مره خدمتونو سره سره چی امریکایانو ته یی تر سره کړل بیا یی هم هیڅ نوع امتیازنه دي تر لاسه کړي او د هیواد د سولي او سوکالي لپاره له هرڅه تیر شوي دي ، خو حقیقت د دی خبري خلاف دي. د کرزي په حکومت کي دیو قوم امتیاز د هغه قوم په سهم باندي په کابینه معلمومیږي، او یا که داسي ووایم چی په کابینه که د وزارت چوکي په حقیقت کي د امتیازاتو د اندازه ګیري ښه واحد دي نو په همدي اساس ددي لپاره چي د رشید د قوم ونډه په کابینه که وښه ییم د یو بل هزاره توکمي لیکنه راخلم چی دا لیګنه هغه مهال شوي چي د هزارګانو او ازبکانو منافع سره یو نه وه او هرڅوک د ځان په غم که وه.
لیکوال دخپلو هزاره مشرانو نه سر ټګوی او داسي لیګي (متاسفانه وکلای هزاره در شورای ملی در قبال سرنوشت مردم بسیار بی تقاوت هستند.قبل از اینکه کرزی وزرای جدید را برای گرفتن رای اعتماد به پارلمان معرفی کند نمایندگان اربک شورای ملی نزد کرزی رفته اند و گفته اند که سهمیه ازبک ها در کابینه بسیار کم است و باید ۳ وزیر ازبک به ۴ وزیر افزایش پیدا کند.کرزی هم مجبور شده است که وزارت زنان را به ازبک ها داده است و سهمیه ازبک ها به ۴ وزیر افزایش پیدا کرده است و سهمیه هزاره ها از ۵ وزیر به ۴ وزیر کاهش پیدا کرده است.چند روز پیش هم نمایندگان ازبک به نشانه اعتراض به حضور کم ازبک ها در حکومت تالار ولسی جرگه را ترک کردند الان دولت وعده داده است که اصلاحات را شروع می کند و ازبک ها را در ساختار حکومت بیشتر نقش می دهند.ولی متاسفانه وکلای هزاره بسیار متفرق و کم کار هستند و تنها کاری که نمی کنند برای مردم است). لیکوال سر ټکونه یو موضوع ده چی مونږ بحث نه پري کو هغه خبر چی دلته په زړه پوره هغه د ازبک توکم په کابینه کي ونډه ده ، ازبکانو په هغه مهال کي په کابینه کي څلور وزیران درلودل، او په همدي سهمیه باندي نور امتیازات که مقایسه کړو، نو په ډاډ سره ویلو شو چي ازبګانو دکرزي په حکومت کي د نورو قومونو په پرتله زیات امتیازات تر لاسه کړي.
لڼده دا چي رشید دوستم د نړي په مخ هغه پوچ مغزه انسان دي ، چي هرکله ورنه نو استفاده کړي او چي کله یی هدف لاسته راوي نو بیا يي هماسي په نیمه لار کي پریښي، او اوس داسی وخت راغلي چی هزاره ګان هم غواړي چي د دوستم له همدی حماقت نه ګټه پورته کړي او یو ځلي بیا یی د پښتنو په وړاندي ودروي .
د خپلي لیکني په اخرکي غواړم دا و ووایم چي پښتنو پسي سپکي او سپور وویل د هیچا په کټه نه دي، او دا کار پرته لدي چی د تربکني زیاته کړي نور هیڅ ګټه نه کوي، ځکه هزاره ګا ن باید په دی پوه شي چی تا خو یواځي څو پښتانه دي چي پع مینه سره د ملت ته کار کوي تاسو تري دومره په تکلیف شوي یاست، واي په هغه ورځ لکه ستاسو په څیرچي ټول پښتانه سره یو شي نو بیا به مو څه حال وي ، نو ښه به دا وي چي دپښتنو سره د یوځاي اوسیدلو او هغوي ته د احترام سره ځان عادت کړي.
مننه