• غزل
    کاش چی زړه می دي لیدلای وایی جانانه
    کاش چی زه دی ټول خوړلی وایی جانانه

    کاش دا پټ زخمونه ټول تاته ښکاره وایی
    تابه زه بیا پیژندلای وایی جانانه

    زه که سله ځله قسم د میني وکړم
    خو چي یو دي هم منلای وایی جانانه

    په هر نفس په هر درب د زړه می ته یی
    ولی تاکاشکی منلای وایی جانانه

    نور که هرڅوک رانه بد کړی ته یی مه کړه
    کنه زه به نور مړ سوی وایی جانانه

    نور می کله کله زړه داسی راتنګ شی
    وایم ته می هم هیر کړی وایی جانانه

    خو دا هیڅکله کولای نشم ګوره
    زه سمون درنه ځار سوی وایی جانانه
    22/04/2012
    01:45AM بوخوم جرمنی