وختونه تیرشول           

ښه ډیر کلونه تیرشول 

سپرلی می وبا یلل

ټول خزانونه تیرشول                

ستا په دید ن پسی می

ایتظا رونه تیرشول

تاخپله لاربیله  کړه

په ما مزلونه تیر شول

ته په لوګی هم نشوی

په ما اورونه تیرشول

تا ته یو د رد نه رسی

په ما رنځونه تیر شول

له تا می صبر نشی

څومره عمرونه تیرشول

نوریه په سیند لاهووشوه

ډیر پری موجونه تیر شول

 

 

نوریه وهاب له هیند یا نه