د سولې نغمه ګرې

څه بی خونده زندګي  ده څه بی رنګه زمانه
څه د غم او دردوختونه په مطلب شو يارانه

 

يو وطن خرڅوي بل ته بل  د غمه ديوانه
يو تل ژاړي بی وسو ته  بی جونګړه اشيانه

 

بياسوالګره  شوه دسولې   ډيرغموکې ديوانه
سل توبه توبه ده خدايه خپل قسمت کړم بيګانه

 

 اې د سولې نغمه ګرې ډيوې بيا په نڅا راوړه
ماته بيا د سولې غږ شه ګلالۍ ته مستانه