محبت

 پاک الله ته کړم همیش زه داسوالونه

چه نصیب مو په عقبا کړی جنتونه

 بل می دغه سوال قبول کړی ذوالجلاله

ته روزی می کړی ديار ښه خصلتونه

 هسی بل په زړه غوټ هیچيری نه وی

چه هميش ديار په  وينوسره کوی پښی لاسونه

دعينينو په خنجر ېی دزړه سررانه غوڅ کړی

رحم  نلری په يارباندی کوی سخت ګذارونه

 په تاهیڅوک وا قف نه ؤ عبدالجمیله

چه اظها ردکړو پخپله دجانان شکايتونه