تل به نه وي

تل به نه وي دا دنیا اودا خاني ستا
زوال مومي که هر څو وي بادشاهي ستا
ته که هر څومره مغرور په خپل ښایست یی
خاورې ایرې به شي دګل غوندې ځواني ستا
تل تر تله به ژوندۍ په دنیا نه وې
شیبه رابه شي ناڅاپه دمرګي ستا
دا مې ومنه  قسم  به درته وکړم
یوه ورځ به خلک قبر جوړه وي ستا
یو عمل به دپه قبر کی په کار وي
په کار نه راځي په قبر کې بچي ستا
په ژوندوني دالله په لاره لاړشه
په مړدونې فایده نه کړي پیښماني ستا
که فوځونه دجهان درنه چاپیر کړې
خلاص به نه شې که هم کور وي فولادي ستا
سیدکریمه ګوره مرګ درنه هېر نه شي
یوورځ به لکه بوت شي روح به ځي ستا

خوستی امارات العین ۲۰۱۰ ٭۵٭ا۱۹