غزل   

     پـېـغـلـه لـیـونـۍ شـــوه نـیـسـي داړو کــې تعویذ
     لوند شي ترې دسپنې خولې په لیاړو کې تعویذ
 

   رالـــیـږه یـــې لــه عــــــــرشــــه دپـښـتـو ژبـــې نـبـي
    غـلـط شــي لــه دې خلکو نه په ژباړو کـــې تعویذ
 

   ډاریــږي ستـــا لــه سپینو ملایــکو روح وانخلي
   غـــازي لالــي ساتــلی دی پــه تـــراړو کــــې تعویذ
  

  لاړ بــه لیـونـــــــی وي لــه هـمــدې لارې جــنــت تــه

  پـیـدا مـې کــــــړ دســرو جــامو په شاړو کې تعویذ


 رادې شــي ګــــوډګـــــر اشنـــا دکـــوفر په پردو کې

ځــــــوړنـد شـــــو د زړه ورتــه پــه داړو کــــې تعویذ


 ځـي درنـه جــنــت تــه پــه خــــولګــۍ پـسـې مـنـګـل

 پـېـغلـــو ګــــرځــوئ ورپــسـې غـــاړو کــــــــې تعویذ
سه شنبه د ١٣٨٩ لمريز کال د غويي٢٨

طالب منګل