لټوې  مې کوز او پاس راپسې ګرځې
زمانه زنځیر په لاس راپسې ګرځې
 
ارادې مې خوبوړي غوندې ښکاري
زړه ته لار غواړي وسواس راپسې ګرځي
 
آینې مې د زړګي  ماتول غواړي
شوخ نظر لکه الماس راپسې ګرځي
 
د وجدان د محکمې لورته مې بیايي
ترې ډاریږم خپل احساس راپسې ګرځي
 
۶ عقرب ۱۳۸۹
۲۸ اکټوبر ۲۰۱۰
د صفا راډیو اداره، جلال آباد
 
 
 
		
			
					
					
						
							31.10.2010
						
						 - پېمانه
					
					پارلمان، ملي ګټې او که شخصي ګټې  
 
که د پارلمان او پارلمانونو تاریخ ته ځېر شو، له پېله تر اوسه پورې  پارلمانونه یواځې په دې موخه منځ ته راځي راغلي چې ددولت د اعمالو څارنه وکړي، د اړوندو قوانینو په تصویب سره د انارشیزم او بیروکراسې مخه ونیسي او د ملي منافعو د تامین په لاره کې هلې ځلې وکړي.
 دا چې په نوره نړۍ کې تر کومه حد ه پورې د نورو هیوادونو پارلمانونه په خپلو کارونو کې بریالي و، دا به د هغوي د اوسني وضعې ا...
			 
			
					
					
						
							31.10.2010
						
						 - پېمانه
					
					 
ته لمانه زه لتانه د ومره لرې
لکه دوه سترګې جانانه دومره لرې
 
چې مې زړه سترګو کې دومره لرې یوسې
زه به خود یمه له ځانه دومره لرې
 ...