آزادي...................

په تالار کې  ټولوناستوخلکو د هغه ښاغلي خبرو ته غوږ نیولی وو چې د سټیچ پر سر ولاړ وو او خبرې يې کولې. د هیچا له خولې غږ نه راوته . د لاوډ سپیکر غږ په تالار کې انعکاس کاوه. د تالار دننه هوا ډیره ګرمه وه. ځینو په هغو پاڼو ته چې دوی  ته د غونډې د تنظیموونکو له لوري ورکړل شوې وې، ځان ته پکی وهل.

ناڅاپه د دهلیز دروازه خلاصه شوه. په سټیچ ولاړ ښاغلی غلی شو او مخامخ دروازې ته يې وارخطا وارخطا وکتل . موسکې شو، خپله خوله يې کږه کړه او خپل  سر يې وخوځولو. په تالار کې ناستو کسانو په یو وار شاته وکتل.

په شنې چادرۍ کې نغښتې شوې مېرمنه تالار ته  رادننه شوه . د هغه له لیدو سره ټول هک پک شول. جالبه وه. یویشتم قرن، د ښځو نړېواله ورځ، د ښار مشهور پنځه ستوریز هوټل او له چادرۍ سره؟

هیڅ مې باور نه کېده. عجیبه وه. خپل څنګ ته ناستو نجونو ته مې وکاته چې چادرۍ والا ښځې پسې يې ملنډې وهلې. یو بل ته به یې وکاته او بیا به سره له خندا نه تکې شنې شوې.

د شنې چادرې والا مېرمنه زما مخې ته په تشې څوکۍ کښېناسته. خپل ماشوم يې له خپلې غېږې ښکته کړه. خپله چادري يې نوره هم له ځانه کلکه تاوه کړه او سټیچ ته  ځیروه. څنګ ته يې ناسته مېرمنه چادري والا مېرمنې ته نږدې شوه او په ورو غږ يې ورته وويل:

-        شرم دی. چادري دې ایسته کړه. خلک در پورې خاندي. دا کلی ندی. دا ښار دی. دا ټول باسواده خلک دي. څوک دې نه خوري. که دومره شرمېدې بیا ولې راتلې؟ ستاسو په شان ښځې د ټولو رنګه بده کړېده.

د چادرۍ والا ورته د چادرۍ له لاندې نه ښه شیبه وکتل. ګمان کوم غوښتل چې څه ووايي، مګر څه يې ونه ویل. بېرته يې خپل مخ د سټیچ لورته واړوله.

ښه شېبه تېره شوه. یو بل ښاغلی د سټیچ سرته راغی. نوموړې مېرمنې بیا د چادرۍ والا مېرمنې ته مخ کړه:

-        وه خورې! ګرمې به دې مړه کړي. چادري دې ایسته کړه. که ټوله نه لرې کوې، بس یواځې دې مخ ښکاره کړه. هیڅ خبره نشته. له تا نه ډېرې ښکلي پېغلې د لته ناستې دي. ته خو یوځل خپل شاوخوا وګوره!

دا ځل نو لکه چې د میرمنې خبرې په چادرۍ والا ښې ولږېدې. شاوخوا ته يې ناستو پېغلو او مېرمنو ته وکتل یوه شېبه ټکنۍ شوه او ورو يې خپله چادري له مخه پورته کړه.

  د چادري له پورته کولو سره سم يې د خپل څادر څنډه راواخسته او د خپل مخ خولې يې پرې وچې کړې. د چادري د لاندې ډیره زیاته  خوله شوې وه. اوس نو لکه چې د دهلیز هوا پرې ښه لږېدلې وه. چادري يې له خپله سره هم لرې کړه. په خپلو اوږو يې واچوله. خپل څادر يې په   سر باندې سم کړ. شاوخوا ته يې اوتر اوتر کتلو. پېغلو ته ځیر وه. هلکانو او سړو ته به يې اوتر اوتر وکتل . بیا به سټیچ ته متوجه شوه.

شېبه وروسته ورته نوموړې مېرمنه بیا ورنږدې شوه. دا ځل يې ورته یوه ښکلې موسکا وکړه او ويې ويل:

-        خورې! چادري دې په څوکۍ کښېږده او د پاسه پرې کښېنه. هوا ګرمه ده. په تکلیف به دې کړي. خدای مکړه ناروغه نشې.

د چادرۍ والا مېرمنه هم ورته موسکۍ شوه. له خپلې څوکې پورته شوه. خپله چادري يې ټوله کړله. په خپلې څوکۍ کې واچوله. څادر يې له سره ایسته کړه. خپل ویښتان يې سم کړل. په خپل کاکل يې لاس راتیرکړ. بېرته يې خپل نری ګاچ څادر په تندي راخورکړ او مخامخ ولاړ کمره مین ته موسکۍ شوه.

لیکوال: شیرین اغا جهانګیر

۲۶ سنبله ۱۳۸۹

۱۷ سپټمبر ۲۰۱۰

12:40PM

د صفا راډیو اداره، جلال آباد