د ټوپک والا انصاف

په سړک کې د ولاړ ټوپک والا او مسافر لانجه ختمه نشوه. پوره پنځه زره افغانۍ يې ترې غوښتې. ځوان ټوپک والا چې اوږدې جامې يې په تن وې، په خپل نسواري رنګه پکول کې يې ګرچاپېره ګلان هم ټومبلي وو. ټوپک يې پر خپلې اوږې سم کړه. سګرټ يې ولږه او د سړک منځ ته راغی. مسافر هم ورپسې راغی.

مسافر: ګوره قمندان صيب! عذر درته کوم. والله که دومره ګټه په کې وي. ما ته چې زياتې وګټي، ايله لس زره به وګټي. زر افغانۍ پرې يواځي کرايه راځي.

ټوپک والا ترې مخ واړوه. سر يې ځوه. د سګرټو نه يې څک وکه. لوګي يې د پزې له لارې نه بهرته پوکړې  او په داسې حال کې چې خوله يې د لوګي نه ډکه وه، مسافر ته وويل:

- د هغې دې نو مونږ ذمه وار نه يو. زمونږ همدومره حق دی. زه يې مشر قمندان صيب ته له خپله جبه نشم ورکولای.

د مشر قمندان د نوم له اورېدو سره مسافر د ټوپک والا مخې ته تاو شو او پوښتنه يې ځني وکړه:

- مشر قمندان صيب چېرته دی؟ زه ورسره خبرې کوم.

ټوپک والا بيا له سګرټ نه څک وکه او مسافر ته يې رډ رډ وکاته.

- هسې خپل وخت مه ضايح کوه. او کوښښ مکوه چې د مشر قمندان نه په دې اړه کومه غوښتنه وکړئ.

خو مسافر دومره ډېر اسرار کوه چې ټوپک والا  يې آخر دېته اړ ايسته چې د مشر قمندان خواته يې يوسي. دواړه سره روان شو. يو دهلېز ته سره ننوتل. ټوپک والا يو ځل بيا خپل مخ مسافر ته واړوه او ورته يې وويل:

- ګوره زما خبره ومنه! په دې کې به دې خېر وي.

مسافر په سوچ کې شو. ښه شېبه يې له ځانه سره فکر وکړه. کېدای شي دافکر به يې کړی وي چې" اوس تيار راغلی يې. زه ورشه! توکل په خدای"

بېرته يې ټوپک والا ته وکاته او ورته يې وويل:

- خېر دی. يوځل يې ګورم.

ټوپک والا بله خبره ونکړه. سګرټ يې ځمکې ته ګذار کړه او پښه يې پرې تاوه راتاوه کړه. د کوټي دروازه يې ټک ټک کړه او بيا يې دروازه پرانيسته.خپله د دروازې يوې غاړې ته ودرېده او مسافر ته يې د ننوتلو اشاره وکړه.

مسافر کوټې ته ور ننوته. له ننوتلو سره يې سترګې په يو عټ تک تور سړ ي پرېوتې چې او ږدې اوږدې څڼې يې پر اوږو راخورې  وې او په کټ کې اوږد راغزېدلی وو. تکه توره عسکري کمبله يې پر پښو اچولې وه  او د سګرټو لوخړې يې له خولې نه راوتې. مسافر اول سلام ور واچوه او بيا يې د ننوتلو اجازه وغوښته. خو مشر قمندان نه د اجازې او نه هم د سلام ځواب ورکړه. په تنده لهجه يې له مسافر نه پوښتنه وکړه:

- څه ټکه راپرېوتې ده چې تردې ځايه راغلی يي؟

- قمندان صيب! لس بوجۍ کچالان راسره دي. کابل ته يې وړم. عسکر مو رانه پنځه زره روپۍ غواړي. والله که قمندان صيب........

مشر قمندان سګرټ په مېز کېښوده او ټوپک والا ته چې تراوسه يې په دروازه کې انتظار کوه، غږ وکړه.

- څه شوې وهلکه؟

- بلې قمندان صيب! امر وکړئ !

- لس زره روپۍ ترې واخله! که نه يې درکوه نو کانتينر ته يې پورته کړه او سپی ورپسې خوشې کړ!

ليکوال: شيرين اغا جهانګير

د هرات نړېوال هوايي ډګر

۱۴-۰۵-۲۰۱۰