یوه ورځ د ژوند لپاره
د ژوند پای ته ېې دوی ورځې پاتې دي. ایله اوس پوه شو چې هیڅ يې ژوند ندی کړی.
کتاب يې ډک شوی وو، یواځې دوه ورځې پکښې پاتې وې. یواځې په دوو ورځو کرښه نه وه کښل شوې.
پرېشانه شو، خپه او په بد حال د خدای لوري ته ولاړ ترڅو له خدایه ډېرې ورځې وغواړي. فریاد يې وکړه، بدرد يې وویل. خدای سکوت وکړه. چغې ېې کړې، جنجال يې جوړ کړه. خدای سکوت وکړه. آسمان او ځمکه يې په سر واخست. خدای سکوت وکړه.
د انسانانو او پرښتو پښو ته ولوېد. خدای سکوت وکړه. کفر يې وکړه او سجدې ېې ایسته واچوه. خدای سکوت وکړه. په ژړا شو، په سجده پرېوته. خدای خپل سکوت مات کړه او وېې ویل:« ګرانه! یوه بله ورځ دې هم لاړه. ټوله ورځ دې په بدرد، کفر او جنجال تېره کړه. یواځې یوه ورځ پاتې ده. راشه او کم تر کمه په دغه یوه ورځ کې خو ژوند وکړه!».
په سلګو سلګو کې ېې وویل:« مګر یوه ورځ... په یوه ورځ کې څه کولای شم؟...».
خدای وویل:« چا چې د یوه ورځې ژوند خوند واخست، داسې دی لکه چې زر کاله ېې ژوند کړی وي، او هغه چې خپل نن نشي موندلای، زر کاله يې هم په درد نه خوري».
په دې وخت کې ېې ورته د یوې ورځې برخه ورکړه او ورته ېې وویل:« اوس لاړ شه او ژوند وکړه».
هغه خپه او اریان ژوند ته وکاته چې د لاسونو په ورغویو کې ېې ځلېده، مګر وډار شو او حرکت ېې ونه کړه. ډارېده چې که حرکت وکړي نو ژوند به ېې د ګوتو له منځه راګذار شي. لږ ودرېده... بیا يې له ځانه سره وویل:« کله چې سبا راسره نشته، نو ددغه ژوند ساتنه څه ګټه لري؟ پرېږده چې دغه یوه لپه ژوند هم مصرف کړه».
په دغه وخت کې په منډه شو. ژوند ېې په خپل سر وشینده. ژوند يې وڅکه او ژوند ېې بوي کړه. دومره مست شو چې ګمان يې کاوه چې ګوندي د نړۍ بل سرته په منډو منډو تلی شي، کولای شي چې والوزي، کولای شي چې په لمر باندې قدم کښېږدي، کولای شي....
هغه په همغه یوه ورځ کې یوه دنګه ماڼۍ پېل کړه، د ځمکې خاوند نشو، مقام يې لاس ته ورنغی، مګر....
مګر په همغه یوه ورځ کې یې په ونه لاس وکښه، په چمن کې ویده شو، د بوټانو ګنډونکی يې ولیده، سر يې پورته کړه او ورېځې يې ولیدې. هغو ته يې سلام وکه چې دې يې نه پېژنده او هغو ته يې د زړه له تله دعا وکړه چې دې ېې نه خوښېده.
په همغه یوه ورځ کې پخلا شو، په خندا شو او پېټی يې له اوږو ښکته شوه. خوند يې واخسته او سرشاره شو، بخښنه يې وکړه، مین شو، لاړ او پای ته ورسېد.
هغه یوه ورځ ژوند وکړه، مګر پرښتو د خدای په کتاب کې ولیکه:« څوک چې زر کاله ژوندی وو، نن مړ شو».
لیکوال: عرفان نظر آهاري، چلچراغ، ۱۳۵ شمېره
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۱۲-۱۲-۲۰۰۹