عمر بې دیاره بس همداسې وي

ډک له انتظاره بس همداسې وي

 

ډار د قافلې د لوټ کیدلو دی

شپه پرلویه لاره بس همداسې وي

 

عشقه قدمونه منصوري واخله

دالاره تر داره بس همداسې وي

 

تاته اشنا ستا د حسن څه پته

ستوري له مداره بس همداسې وي

 

زما د غزل توري جادوګر نه دي

غږ له یکه زاره بس همداسې وي

 

شیرین اغا جهانګیر

بند سبزک کرخ هرات

۰۷-۱۰-۲۰۰۹