روهنګیايان په بنګله دیش، مالیزیا، اندونیزیا او آن په خپل هیواد میانمار کې له ډیرو ستونزو سره مخ دي، خو دغه اقلیت قوم بیا په تایلینډ کې له یو لړ اضافي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د تایلینډ حکومت روهنګیایي کډوال په رسمیت نه پیژنې او هغوی یې په ناسم ډول درجه بندي کړي.

د تایلینډ حکومت له ګاونډیو هیوادونو کامبودیا، لاووس او میانمار څخه په میلیونونو وګړو ته اجازه ورکړې چې تایلینډ کې کار وکړي خو هغوی باید لومړې خپل ملت ثابت او ځان راجستر کړي.

دغه هیواد کې اوسمهال د ګاونډیو هیوادونو لږترلږه ۴ میلیونه کډوال کاریګر ژوند کوي.

خو څرنګه چې روهیګیان په خپل هیواد میانمار کې له تبعیضي چلند سره مخ دي او ورته د هویت اسناد نه ورکول کیږي، نو هغوی نشي کولې تایلینډ کې هم خپل ملت ثابت او راجستر کړي.

نو له همدې امله ده چې په سلګونه زره روهنګیایي کډوال تایلینډ کې بیکاره او بې روزګاره ژوند تیروي.