راليږونکی : عزيزالله نو يد کو نړ

لکه ګلاب چې په سحر کې په هوا تازه شي
ستاپه ليدو سوى نظرزما . اشنا تازه شي


د درد کيسې دزړه په غولي کې رټولې کړمه
پرهر دفکر مې په هرقدم بيابيا تازه شي


دباران شور دى ،او په کلي خاموشي خوره ده
خداې خو دې وکړي .داميدفصل سبا تازه شي


يه پښتنې محبوبې تاسره ژړاخوند نه کړي
لږه موسکۍ شه چې ښائست دې په خندا تازه شي


تاپسې وژاړم دزړه کلى مې داسې ښکاري
لکه باران نه پس جانانه چې فضا تازه شي


لکه که پرخه مې دخيال په چمن اووريدې
طايره هله به شعرونه بيازما تازه شي