راليږونکی : منيب الله فضلي


سرليک: ډاکټر او د مخلوق خدمت


ژباړه: غنچه گل ارمان
د مخلوق د خدمت مفهوم د الله د رضا له پاره د هغه د مخلوق خدمت کول او له هغه سره نيکي او ښېګڼه کول. د الله تعالی په مخلوق کې د انسانانو تر څنګ ژوي او الوتونکي هم شامل دي. له دې ټولو سره له کوم توپير او بدلې پرته ښېګڼې کولو ته د مخلوق خدمت وايي. خدمت بايد يوازې د خدمت د جذبې له مخې وي، او باید د کومې ځانګړې موخې، ځان ښودنې او نوم غوښتنې په نيت نه وي.
په اسلام کې د نورو دينونو په خلاف د مخلوق د خدمت دائره له کوم ځانګړي فرد، قوم يا مذهب پورې محدوده نه ده. اسلام له هر انسان سره د مرستې، ښېګڼې او همدردۍ کولو امر کوي.
د قران کريم لارښوونه ده چې:
«اَحْسِنْ کَمَا اَحْسَنَ اللهُ اِلَيْکَ»
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وينا له مخې ټول مخلوق د الله کورنۍ ده او د هغه په نزد تر ټولو غوره هغه مخلوق دی چې د هغه له کورنۍ سره نيکي وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي «هر چېرې چې ځئ، په زړه کې د خدای وېره ساتئ، که کومه بدي در څخه وشوه، يو داسې نېک کار وکړئ چې هغه بدي له مينځه يوسي».
د مخلوق د خدمت په اړه د اسلام اخلاقي احکام د مسلمان او نامسلمان له پاره يو ډول دي. دبېلګې په توګه د بېوزلو، ناروغانو، مظلومانو او اړو خلکو لاس نيوی کول، له هغوی سره مرسته يا ښېګڼه له چا پورې ځانګړې نه ده، مګر لومړيتوب مور او پلار، خپلوانو، او ګاونډيانو ته ورکول کيږي.
د مخلوق د خدمت له پاره د څه شي اړتيا ده؟
د مخلوق د خدمت له پاره د دوو شيانو شتون اړين دی:
۱- د بېوزلو د کړاو احساس: د مخلوق د خدمت د جذبې پيدا کېدل د بېوزلو انسانانو د تکليف او کړاو له حس کولو پرته ممکن نه دي. يوازې هغه څوک له نورو سره مرسته کولای شي چې د نورو په غم او درد کې ځان شريک ګڼي.
۲- سرښندنه: يوازې هغه وګړي چې د سرښندنې او قربانۍ جذبه په زړه کې لري، د غم او درد پر وخت د نورو په کار راځي، او د غم ځپلو انسانانو د ژغورنې هڅه کوي. له سرښندنې او قربانۍ پرته د مخلوق د خدمت تصور کول هم ممکن نه دي. الله تعالی دې زمونږ په زړونو کې د سرښندنې جذبه او د بېوزلو پر درد د درمند کېدو احساس پيدا کړي. آمين.
د مخلوق د خدمت ډولونه:
په ورځني ژوند کې د مخلوق د خدمت بې شمېره ډولونه تر سترګو کيږي چې يو څو يې په لاندې ډول دي:
۱- د عامه ګټې کارونه: اسلام د مخلوق خدمت ته د تلپاتې صدقې نوم ورکړی. دا هغه کارونه دي چې ګټه يې تر اوږدې مودې پورې پاتې کيږي او تر څو يې چې نورو ته ګټه رسيږي، تر هغې يې کوونکي ته ثواب رسيږي. د بېلګې په توګه: (۱) د داسې ادارو جوړول چې د بېوزلو وګړو اړتياوې پکې پوره کيږي. (۲) د روغتونونو جوړول. (۳) د کتابتونونو جوړول. (۴) د جوماتونو او مدرسو جوړول. (۵) د بېوزلو ښځينه او نارينه زده کوونکو له پاره د کتابونو او نورو اړتياوړ شيانو برابرول. دا هغه کارونه دي چې الله تعالی پرې خوښيږي.
۲- د ناروغانو پوښتنه: د ناروغ له پوښتنې کولو سره د هغه زړه ډاډه کيږي. د رنځور پوښتنه کول الله ته ډېر خوښ کار دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: کله چې يو مسلمان د بل مسلمان ورور د ناروغۍ د پوښتنې له پاره ځي تر هغه د جنت مېوې خوري تر څو چې راستون شوی نه وي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې ډېرې داسې پېښې تر سترګو کيږي چې يوازې د ناروغانو د پوښتنې له کبله خلکو ايمان راوړی. نن ورځ هم که پر دغه سنت عمل وشي د خلکو په ژوند کې بدلون راتلای شي.
۳- اسلام ته بلنه: د انسانانو په اړه تر ټولو ستر خدمت دا دی چې د هغوی پام د دين لور ته راوګرځول شي. د نېکۍ لور ته هڅول او له بدۍ څخه منع کول په هر مسلمان فرض دي. د دوزخ له لارې څخه د جنت لارې د خدای د بنده ګانو راګرځول تر ټولو ستره نيکي ده.
۴- د يو چا په حق کې روا سپارښتنه کول: د هيڅ انسان په وس کې هم نه ده چې د اړمنو خلکو ټولې اړتياوې په خپله پوره کړي. که چېرې يو څوک نه شي کولی د بل ورور خدمت وکړي، بايد د اړتيا د له مينځه وړلو له پاره له بل چا څخه ور ته مرسته وغواړي. دا هم د مخلوق د خدمت يو ډول دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: که يو انسان د کوم مجبوريت له مخې له اړمن سره مرسته نه شي کولای په کار ده چې له کوم بل کس څخه له هغه سره د مرستې کولو غوښتنه وکړي.
۵- نېک سلوک: د مخلوق د خدمت يو ډول دا هم دی چې له خپلو ملګرو، خپلوانو او ګاونډيانو سره ښه راشه درشه وکړل شي. د هغوی په غم او درد کې ځان شريک وګڼل شي. د هغوی کورونو ته ډالۍ ولېږل شي او د هغوی له کوچنيانو او مور او پلار سره ښه سلوک وکړل شي. کونډو، معيوبينو، او لاس لاندې کارکوونکو او ملازمينو ته ځانګړې پاملرنه کوئ. د اړتيا پر وخت د هغوی خدمت وکړئ- د دې ډول کار په کولو سره ستاسې په زړونو کې ارآمتيا پيدا شي، او د خدای له خوښۍ څخه به برخمن شئ.
ډاکټر او د مخلوق خدمت
د يوه ډاکټر په توګه له تاسې سره پرته له کوم کړاو ګاللو څخه د مخلوق د خدمت ګڼ شمېر فُرصتونه شته. طب يو داسې مسلک دی که يو څوک په پاک نيت ګټه ترې له لاسه کوي، په عين حال کې د ثواب وړ هم ګرځي او ناروغ هم دُعاګانې ور ته کوي. داسې وګڼئ چې يو ډاکټر پرته له کومې ځانګړې هڅې د خدای دوست ګرځي.
د دې خبرې اړتيا ليدل کيږي چې مونږ بايد په هر حال کې د ناروغانو خدمت خدای ته د نږدېوالي وسيله وګرځوو. په دې توګه به کتنځی، روغتون او دنده ټول د نيکيو د ګټلو وسيله وګرځي. په لاندې توګه د مخلوق د خدمت څو اسانې لارې ښودل شوي:
۱- که ناروغ تاسې ته درشي او که تاسې ناروغ ته ورشئ، په دواړو حالاتو کې يې پوښتنه وکړئ. په دې کار سره به تاسي د ناروغ د پوښتنې ثواب تر لاسه کړئ. په روغتونو او کتنځي کې کولای شئ هره ورځ د لسګونو ناروغانو د پوښتنې ثواب تر لاسه کړئ.
۲- ځينې ناروغان چې خپل کړاو ته اندېښمن وي، او ځينې نور چې بې سواده وي، د يو شي په اړه څو څو وارې پوښتنه کوي. په داسې وخت کې له صبر او زغم څخه کار واخلئ او په غوره لارې سره يې مناسبه لارښوونه وکړئ.
۳- خپله دنده په پابندۍ او پوره لېوالتيا سره تر سره کړئ. له ناروغانو سره په ورين تندي خبرې وکړئ. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: خندا صدقه ده.
۴- د شپې له خوا يا ستا د ارام يا کومې بلې بوختتيا پر وخت که بيړنی ناروغ راشي، په پوره زغم او ښو اخلاقو يې درملنه وکړه.
۵- که در سره نږدې ځای کې د چا ژوند له ګواښ سره مخ وي، د اسلامي شریعت له مخې پر تا لازم دی چې مرسته ور سره وکړې. د نن ورځې له ګواښونو ډک ژوند کې خامخا دا خبره په پام کې ونيسئ.
۶- د درملو د ليکلو پر وخت د ناروغ اقتصادي حالت په پام کې ونيسئ. بېوزلو ناروغانو ته تر وسه وسه وړيا نسخې وليکئ او له غيرضروري معاينو ليکلو څخه ډډه وکړئ.
۷- ناروغ ته د لمانځه کولو او صدقې ورکولو سپارښتنه وکړئ او ور ته ووايئ چې صدقه له ناروغيو د خلاصون وسيله ده.
۸- روغتونونو او کتنځيونو ته ناروغان ډاکټرانو ته راځي، مګر ډاکټر هم بايد اړو خلکو ته د طبي مرستې د رسولو له پاره ځان ورسوي. په ځايي کچه کېدای شي څو ډاکټران سره يو ځای شئ او په کومې اړمنې ادارې کې د خلکو د طبي کتنې انتظام ونيسئ. د بېلګې په توګه کولای شئ محبس، ښوونځي يا مدرسې، دارالايتام يا د خير ښېګڼې کومې بلې ادارې ته ورشئ او د خلکو وړيا طبي کتنه تر سره کړئ. هغوی ته د درملو نمونې ورکړئ او د هغوی د روغتيا په اړه د اړوندې ادارې مشر ته لارښوونه وکړئ.
۹- له داسې بېوزله ناروغانو سره چې په ځنډنيو او د اوږدې مودې په ناروغيو لکه د وينې لوړ فشار، شکر، نری رنځ، ساه لنډي، ژېړی، ګوزڼ، ميرګي، او نورو اخته وي ځانګړې همدردي ښودل په کار دي.
۱۰- که څه هم چې د مخلوق له خدمت څخه بې بدلې خدمت مراد دی مګر که يو ډاکټر خپله وجيبه په ايماندارۍ سره تر سره کړي او د دندې په ترڅ کې له خلکو سره نيکي وکړي، يا هغه سوداګر چې په خپلې سوداګرۍ کې له زېرمې او بازارلوټۍ څخه ځان وژغوري او په پوره ايماندارۍ خپله سوداګري پر مخ بوځي، د معاوضې له اخيستلو سره سره د مخلوق په خدمت کې شمېرل کيږي.
په پای کې
په نننۍ نړۍ کې د خپل غرضۍ داسې يوه دوره راغلې چې هر څوک هڅه کوي د نورو پر حقونو ګېډه واچوي او ګټه ترې واخلي. که څوک له يو چا سره نيکي هم کوي په فکر کې يې دا ګرځي چې د دې په بدل کې به دا ګټه ترې پورته کوم. دغې خپل غرضۍ او مطلب اشنايی له انساني ذهن څخه سکون ختم کړی.
مګر په اسلام کې د مخلوق د خدمت مفهوم دا دی چې انسان له خپلو ګټو تېر شي او په وګړو کې انسانيت راويښ کړي او يوه داسې ټولنه جوړه کړي چې هلته د مظلوم لاس نیوی وشي، د هر اړمن اړتيا پوره شي، او هر څوک خپله شخصي ګټه شا ته وغورځوي او د مينې او خلوص د خپرولو هڅه وکړي، تر څو د ټولنې هر وګړی د خوښۍ او اطمينان احساس وکړي. دې ډول ټولنې ته اسلامي خيري ټولنه وايي چې د را مينځته کولو له پاره يې پر مونږ ټولو هلې ځلې کول په کار دي.
درنو ډاکټرانو وروڼو!
راځئ چې خپلې مسلکي بوختتياوې د مخلوق د خدمت په جذبې سره تر سره کړو او هغه د دُنيا له ګټې سره سره د آخرت د ګټې وسيله هم وګرځوو.
له روهي لر اوبر ويب بلاک څخه
منيب الله فضلي