زخمي ټټرته به له کومي ستن اوتارپیداکړو

په دې حالاتوکي به څنګه ورکه لارپیداکړو

قوي دوښمن زموږپرکورباندي یرغل راوړی

په پور به بیاله کومي خوانه ورته دارپیداکړو

چي هره ورځ زموږپه هیلو باندي زهرشندي

ستاپه لستوڼي کي به کله هغه مارپیداکړو

یخي سایې ته به دمیني مجلسونه وکړو

په سره غرمه کي که خورې زلفي دیارپیداکړو

ملګرې!ستانه چي یې وړی دی زړګی په شپه کي

هغه دزړونوغل به خامخاسهارپیداکړو

هرات- افغانستان