اجازه راکړئ یوه یادونه وکړم: هریوا نیټ له یوه کال را په دې خوا د موبایل یا ګرځنده ټلیفون په مرسته د ټول افغانستان په کچه ادبي فعالیت ترسره کوي چي اساسي موخه یې د شعر او ادب مینوالو ته پر خپل وخت شعرونه، ادبي او نثري لیکني همدا راز اسلامي او ټولنیز دقیق مالومات رسول دي. څو په دې سره د شاعرانو او د ادب د مینوالو تر منځ رابطه ټينګه او ادبي تنده خړوبه سي.
د دې ادبي خدمت انګېزه هله له موږ سره پیدا سوه چي دلته ( هرات) کي هغه تشه کشف سوه چي د لوستي پښتانه فرهنګپاله ځوانانو په خپلو منځو کي د فارسي ژبي په مټ د میسج (ګرځند لیک)له لاري ارتباط درلودله، نو مو اړینه وګڼل چي له مورنۍ ژبي پښتو څخه د لیري پاته سوو پښتنو لپاره یوه داسي منبع پیدا او په کار وچاوو څو دوی ته په خپله مورنۍ ژبه ادبي توکي په ډېره اسانه په لاس ورسي او د همدې سیمي شاعرانو او لیکوالان لیکلي مطالب تر نورو ورسیږي.
په درنښت.
ادبي څانګه- مسؤل: واثیق سنګریار
د سپيني ادې ادبي او کلتوري ټولنه- هرات