څلوریځه

شـــــــــــونډو اننګوله كاره وويــــستم
يـــــــــــار په نيموشپوله كاره وويـستم
مـــــــــــــا ويل يوه شيبه به مينه كړي
زه يـــــــــــــې په شيبوله كاره وويستم


داکابل ته
داكابل ته ولې خداي په قهرشـــــــــــوي
نه پوهـــــــــيږم كوم جادواثرپري شوي
څــــــــــــــــوك يې نه كوي پروادرغولو
دانصاف څلې يې خــــــــاورلاندي شوي
دمـــــــــــيرويس بچي غموپه سراخيستي
داحمد مـــــــــيډال پردوته وركړل شوي
پولادي توره يې هم زنګووهـــــــــــــــلي
دلـــــــته هريوسړي خور راموخته شوي
نه څـــــوك دوست اونه دښمن پيژنې دلته
له ســـــــــــــرونو داتفكيك ده ډليټ شوي
څوك چې زور اوياپيسي لري مـــــــلګرو
دولس په سرحـــــــــــــــــاكم مقرر شوي
عـــــــــــدالت وطن دوستي ده ختمه شوي
هرســــــــــــــــړي دلته دځان په فكرشوي
هرغريب نن قـــــــــــــــــرباني دانتهارده
زورور دلته تا جرمـــــــــــــــــيلونرشوي
درويزګروخـــــــــت په قصركې اوسيږي
خــــــــــــــــــــداپه كومه خزانه برابرشوي
هوڅوك پوه دي چې غوا توره پي يې سپيني
داهــــــمدرد هسي زړه خوري ليوني شوي

محمد الدین همدرد