دپاکستان قومي کړکيچ
سيدعثمان سنجش
دسيمه اييزومطالعاتوغړی
د پاکستان ولس په دې نظر دی چې پاکستان د قومونو د متحد اتحاد څخه جوړشوی هېواد دی ، دغه قومونه عبارت دي له پنجابي ، سندي ، بلوچي ، پښتون او بنګالي څخه . د۱۹۷۳م کال لمړني اساسي قانون په پاکستان کې دفډرالي سيستم داصولو د بنياد په حيث ومنل شواو په پاکستان کې د وړوصوبو اتحادي مشران په خاص ډول سره دپښتنو او بلوچستان مشران په دې هيله و چې د ۱۹۷۳ م کال اساسي قانون به په صوبايې ( ايالتي ) اختياراتو کې نور هم زياتوالی راولي مګر دغه قانون وروسته عملي نشو او په وروستيو کلونوکې تر ننه پورې دبحران سبب ګرځيدلی دی .
پاکستان په ۱۹۴۷ کې د برتانوي هند له حکومت څخه د متحد قومي هېواد په حيث ازاد شو چې دانګريزانو دراتګ نه مخکې په دې سيمه دانګريزانو قانون چليده ، کله چې پنجابيانو په خپلې پلارنۍ ځمکه قبضه وکړه ، پنچابيانو د بلوڅانو ، سنديانو او پښتنونه غوښتنه وکړه چې دهېواد فوځ او سياسي ادارې بايد ددوى په واک کې وي ، دا ځکه چې دوی په اکثريت کې دي .
بنګاليانو په ۱۹۷۱ م کال کې دپاکستان څخه ځان جداکړ او د بنګله ديش په نامه يې مستقل هېواد تاسيس کړو . د فډريشن هر اتحادي غړی ځان ته خپل کلتور، ژبه ، اومستقل نوم لري او د فډرالي سيستم بنيادي ارزښت په ايتلافي اومشروطيت کې دقدرت په شريکولو کې دی . دهمدې دليل په بنيادسره پاکستان په فډرالي ډيموکراسۍ کې دقدرت دشريکولو په مقصد بنسټيز جوړښت ته ضرورت لري او په مختلفو برخوکې دموازنې کلکه غوښتنه کوي .
دپاکستان دټولو صوبو نماينده ګان داحق لري ترڅو د فډريشن دپاليسۍ په جوړولو کې برخه واخلي په خاصه توګه دبوديجي دتصويب په وخت کې . مګر دپنجاب پرنفوسه صوبه دشروع نه دفډريشن حقوق ترخپل حاکميت لاندې راوستي دی ، د پنجاب حاکميت هڅه کوي ترڅو داقتصادي موخو لپاره مرکزي کنترول په زوره سره په خپل واک کې وساتي او دغولونکو پلانونو په اساس د ګاونډيو هېوادونو د پرمختګ پر خلاف د درواغجنو تبليغاتو په کارولو سره دوړو صوبو طبيعي منابع په کار و اچوي . څرنګه چې پنجاب يوه وچه سيمه ده د خپلو زراعتي حاصلاتو لکه کاټن ، ګنيو، وريجو اوغنمو لپاره د نور صوبو داوبو دسيستم څخه ګټه اخلي .
هندوستان په کال ۱۹۶۰ م کال کې د induse دسيند داوبو تړون لاس ليک کړو ، پنجاب هم د induse په سيند باندې خپل نظر ساتي . داځکه چې د پنجاب زراعتي سيمه ددې سيند اوبو ته زيات ضرورت لري . دکلاباغ ډيم د پروګرام نقشه د انرژۍ د ضرورت يو جز ګڼل کيږي مګر ددې پروګرام لاندې پنجاب ايالت د خپلو شاړو ځمکودخړوبولو اراده لري ددې ځمکو اکثريت مالکان ملکي او پوځي کسان دي . پاکستان غواړي د کلاباغ ډيم دانرژۍ دقدرت دپياوړتيا په موخه جوړکړي مګر د پښتنو او د سند دايالت د مشرانو دسخت مخالفت سره مخامخ دي ، د پيښور پښتانه دکلاباغ د ډيم د جوړولو پټ ديزاين د خپلې سيمې دطبيعې او زراعتي ځمکود مينځه وړلو پلان ګڼي . د پيښور سيمه يوه حاصل خيزه سيمه ده ، ددې سيمي زراعتي حاصلات عبارت دې له خواږه ، تنباکو، اوګنيو څخه کوم چې ددې سيمې خلکو ته دهېوا د په سياسي پروسه کې اقتصادي قوت وربښي .
دپښتونخوا دسيمې مشران په دې نظر دي چې دکلاباغ ډيم د جوړيدوکوشش په حقيقت کې دوی دخپلې سيمې دحقيقي سياسي مشرتوب څخه محروموي ، دهمدې مقصد په خاطر دپاکستان مرکزي حکومت د پښتونخوا ځيني مشران ددې ډيم د جوړولو په مقصد استعمالوي او ددې سيمې مشرانو ته داسې تصور ورکوي چې داوبو دغه ذخيره چې دکلاباغ د ډيم دجوړيدو په وسيله رامينځ ته کيږي د پيښور د جنوبي سيمو له زراعت سره مرسته کوي ، دپاکستان مرکزي حکومت غواړي دغه ډيم ته قانوني حيثت ورکړي خو تراوسه پورې په دې تکتيک کې کامياب شوی نه دی . دغه شان د مرکزي حکومت لخوا د پښتونخوا د صوبې په کرک اوکوهاټ کې د طبيعي تيل اوګاز د زيرمو پلټنه روانه ده دغه کار په طبيعي زيرموباندې دمرکزي حکومت دکنترول يو بل کوښښ دی .
)) مرکزي حکومت دپښتونخواپه سيمه کې داقتصادي پرمختګ او د طبيعي زيرمو د نوي نرخونو په هکله د پښتونخوا دحکومت سره دخبرواترو چمتووالی نه ښوده ، مګر ددې موضوع په هکله دقومي مالياتي کميشن غونډه په ۲۰۰۹ م کال د دسمبر په مياشت کې دبلوچستان دګوادر په ښارکې وشوه . )) [۱]
د پښتونخوا ايالت دپاکستان 71.9% تنباکو توليدوي دهېواد په داخل کې د پښتونخوا د صوبې دتنبا کو په توليداتو باندې په تحميلې ډول سره د مالي ايښودل يو بل توپيري مثال دی . مرکزي حکومت ددې لارې نه هرکال بليون روپۍ ترلاسه کوي په دې ډول سره دسرحد صوبه داقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره د خپلې طبيعي ذخيري څخه بې برخې پاتي شوې . برعکس مرکزي حکومت دپنجاب په زراعتي محصولاتو باندې دمالې امر نه صادر وي چې زياتره محصولات يی غنم دي ، پنجاب ايالت دپاکستان لپاره دګودام حيثيت لري چې په مکرر ډول سره دغه غنم دپنجاب لخوا په نوروصوبو کې دفوځ لپاره استعماليږي .
د NWFP دمستعمرې نوم دصوبايې اسمبلۍ دبشپړ ملاتړ با وجود تراوسه پورې په رسمې اوقانوني ډول سره دپاکستان دمرکزي اسمبلۍ لخوا منل شوی نه دی ، دغه نوم دپاکستان دجوړيدو په وخت کې دجغرافيه يې وجوهاتو په بنياد سره چې دهېواد په شمالي برخه کې موقعيت لره کيښودل شو و. د پښتونخوا دولسونو د قوميت شناخت او د فرنټير د مستعمری نوم ساتنه د صوبې لپاره يوخلا ايجادکړيده اودپښتونخوا دولسونو دخفګان او نااميدې سبب ګرځيدلی دی .
د پښتنو ژبه د خپلې ځانګړي پياوړتيا او ارزښت باوجود دپاکستان د مرکزي حکومت د دښمن اميزه سلوک په وجه پرمختګ نشي کولای ، د پښتنو لپاره د پښتو ژبه د دوي دکلتور دسمبول په حيث د دوي د شناخت او عزت لپاره نه استعماليږي .دغه وجه ده چې پښتانه کوشش کوي په پښتو خبرې وکړي ، دپښتنو ستر مشر خان عبدالغفارخان چې په باچاخان ياديږي ، دکال ۱۸۹۰م نه تر۱۹۸۷ م پورې دانګريزانو په وړاندې په خپل سياسي جدوجهد کې دپښتو ژبې دپرمختګ لپاره ډير کوښښونه ترسره کړي ، باچاخان دخپلې صوبې لپاره د زيات قدرت غوښتونکی و او په پاکستان کې دخپلې صوبې دمستعمرې نوم په عوض دپښتونستان دنوم غوښتونکی شو . له همدې کبله پښتانه د پاکستان دحکومت ترفشار لاندې راغله .
پاکستان د څلور واړه صوبو سره يوځای په ۱۹۴۷ م کال کې ازاد شوې ، مګر تراوسه پورې په دې هېوادکې د قومي ويش انګيزه وجود لري ، د پاکستان مرکزي حکومت تراوسه پورې ددې انګيزو له مينځه وړلو اوسمون لپاره څه نه دي کړي په خاص ډول سره د پاکستان د اردو د رامينځ ته کيدو سره دايالتونو قومي شناخت دپاکستان دحکومت لخوا په رسميت نه دی پيژندل شوی .
د قومي نفوس احسايه اوس مهال په پاکستان کې جدي ، کړکيچنه موضوع ده . د ۱۹۹۸ په تازه سرشمېرنه کې پنجابي ويونکو شمېره 44,15 فيصده ، سرايکيان دپنجاب په مغاير کې 10,53 فيصده ، پښتانه 15,42 فيصده ، سنديان 14,1 فيصده ، اردو7,6 او بلوڅ 3,57 فيصده ښودل شوي . په جولای ۲۰۰۸ م کال دسی ای ای داحسايي مطابق د ټول پاکستان نفوس 172,8 ميليونه ، دپنجاب نفوس د۱۹۹۸ احسايي مطابق 76,3 ميلونه ښودل شوى چې په دې کې : سرايکي 18,2 ميليونه پښتانه 26,6 ميلونه سنديان 24,4 ميلونه اردوژبي 13,1 ميلونه بلوڅ 6,2 ميليونه دبلوڅانو، پښتنو او سنديانو په نظرکې دپنجاب او سرايکي ترمنځ توپير په سياسي لحاظ بې مانا دی . د دوی په نظر پنجابي ، سرايکی او اردو ويونکوشمېرد 62,28 فيصده نفوس نه مشتمل دى کوم چې ددوی دګټو خلاف اتحاد جوړوي .[۲ ]
اقتصادي نا برابرۍ هغه ستونزه ده چې دپاکستان قومي کشالۍ ته نورهم قوت وربښي ، پنجاب صوبه د اباسين داوبو څخه زياته ګټه اخلي دغه رنګه اقتصادي اوټولنيزتوپير د پاکستان داقليتونو دټکرسبب ګرځيدلی دی . دمثال په ډول د پښتنوله سيموڅخه داقتصادي لاسته راوړنو په سلسله کې هرکال ۳۰ فيصده ګټه دسرحد ايالت څخه ترلاسه کيږي ، همدارنګه په سرحدي سيموکې دسواد کچه ۵۷ فيصده ده . په اقتصادي لحاظ سره د نفر په سرد پنجاب کلني عايدات ۸۰ ډالره ، د بلوچستان ۴۵ ډالره ، همدارنګه په پنجاب کې دبلوچستان په نسبت دسواد کچه څو برابره زياته ده، دماشومانو مړينه په بلوچستان کې په هر ۱۰۰۰ کسانوکې ۱۳۰ تنه ښودل شوي ، که چيرې په ملي سطحه دغه توپير سره مقايسه شي نو ليدل کيږي چې دغه توپير به ۷۰ فيصدو وي. دغه راز دطبيعي منابعو څخه داستفادې نابرابري دقومونو دتشنج سبب ګرځيدلې ده او دپاکستان اقليتونه په خپلو کې نورهم لرې باسي ، هغوى دا استدلال کوي چې طبيعي منابع ددوى په خاوره کې بايد ددوی ترکنترول لاندې راشي ، په داسې حال کې چې يوازې دپاکستان لپاره ۳۰ فيصده ګاز دبلوچستان څخه ترلاسه کيږي مګر۱۷ فيصده محصول دبلوچستان ايالت ته ورکول کيږي او پاتې ۸۳ فيصده نور په هېوادکې په خاص ډول سره پنجاب کې مصرفيږي.
په مجموعي ډول سره بلوچستان ۱۹ ميليونه مکعبه د ګازو ذخايرلري ،تراوسه پورې شپږ ټريلون بيلره خام ګاز ذخيره شوي ، او په پراخې اندازې سره په دې سيمه کې د مسو اوطلا ذخايرشته دي مګر ترهغه پورې چې دبلوڅانودمشرانوسره کوم سياسي جوړجاړى ونه شي په دې کې کوم پرمختګ نه شي راتللى . پّه بلوچستان کې تراوسه پورې ۲۲ بهرنيو پانګه اچوونکو د پاکستان دمرکزي حکومت لخوا ليسنسونه ترلاسه کړي ددې کمپنيو کارونه تراوسه پورې په ټپه ولاړ دي ، داځکه چې دبلوڅانو مشرانو ته مرکزي حکومت ددې ليسنسونو په ورکولو کې دصلاح اومشهورې حق نه دی ورکړى او دبلوڅو مشرانو دنه موجوديت په لحاظ بلوڅ مشرانو دغه ليسنسونه له ننګونې سره مخ کړي دي . ترهغه وخته چې دبلوڅانو مشران دخپلو ګټو په هکله باوري شوي نه وي خپل کوښښونه به جاري ساتي . دغه راز دسند او سرحدحکومت هم دبلوچستان په شان ددې غوښتنه کوي چې دخپلو منابعواوامکانانو په استعمالولوکې دمرکزي حکومت اوبهرنيو هېوادونو ترمنځ دشويو قراردادونو په درشل کې په مستقيم ډول حاضروي .
همدا اوس خارجي کمپنۍ د سند په ايالت کې دنه استعمال شويو منابعوپه خاطر د ۱۸۴ بيليونه ټنه ګټه اخيستنې پانګه اچونه کړې ده ، په نړيواله سطحه دسند په ايالت کې د ډبرود سکرو شپېته فيصده ذخيرې او په بلوچستان کې دګازو سترې منابع ښودل شوې دي ، همدغه وجه ده چې ډېر زيات سنديان په دې انديښنه لري چې دوى به دخپلو سکرودګټې له حق څخه بې برخې پاتې شي
دماليي منظم تقسيم ( ماليې عايدات ، دخرڅلاوماليه ،د ملکيتونوماليه ، مهمې ګټې او د ګمرکي وظايفو په هکله پريکړې ) دمالي د ملي کميسيون لخوا نيول کيږي . دغه کميسيون په ۱۹۹۷ کې يو فورموله تصويب کړه چې ۲۰۰۹ کال پورې د اجرا وړ وه په دې فورمول کې دنفوس مسله ضروري ګڼل شوې وه ، د ۱۹۹۷ د مالياتي فورمول په اساس په ۲۰۰۶ کې د ماليې۵۵ فيصده ګټه مرکز ته او ۴۵ فيصده صوبوته مشخص کړای شوې وه . متباقي ۴۵ فيصده ماليه کې ۲۳ فيصده ګټه پنجاب ۹ فيصده سند ، ۶ فيصده سرحد او ۲ فيصده بلوچستان ته ځانګړې کړای شوې وه د داقليتي صوبو مشرانو غوښتنه وه ترڅو دغه فورمولې ته له سره کتنه وشي . [۳ ]
(( دهمدې هلو ځلو په نتيجه داګست په ۲۸ نيټه دبلوچستان دګواد په ښار کې ديوخصوصی مجلس په کيدو سره د قومی مالياتی ايواډ په نامه چې د ايف سی ايوارډ په نامه ياديږی اتفاق وشو دغه تقريب چې دبلوچستان ګوادر په يو هوټل کې ترسره شود پاکستان دڅلورو صوبو مشرانو په کې برخه اخيستې وه په دې پريکړه کې دپاکستان لمړي وزير يوسف رضا ګيلاني او خزانه وزير اودکابينې غړو ګډون کړې وه پدې فيصله نامه باندې ۹ کسانو چې دقومي ماليآتی دکميسون غړي وه امضاګانې وکړې ، ګډون کوونکو پدې فرمولې باندې اتفاق وکړوچې دمالي د ګټو په تقسميولو کې دې دصوبې د نفوس نه په غير، د صوبې د پسمانده ګي او اقتصادي ګټي په نظرکې ونيول شی ، ددې فومولی په اساس بايد ۸۰ فيصده مالياتي ګټي د صوبو د نفوس په اساس ، ۱۰ فيصده وروسته پاتې ، ۵ فيصده دصوبې داقتصادي امدنی په بنياد صوبو ته ورکول کيږي ، دغه فرموله د۱۹۹۷ کال نه وروسته ترسره شو دا په داسې حال کې چې هر۵ کاله وروسته بايد شوای .))
دمقايسې په ډول هرکال دعرب د سنمدر داوبو په ذريعه ۹۴ ميلون مترمربع ځمکه خړوبه کيده مګر اوس په سند کې د وچ کالی په نسبت ۱۲ ميلونو دهقانانو او ماهي ګيرانوخپل معيشت له لاسه ورکړی دی ځکه چې سند په کافې اندازه اوبه نه ترلاسه کوي . (( حميرا رحيم داباسين دسيند د اوبو په هکله په خپل تيزيس کې ليکلي ، ۱۹ مصنوعي تاسيسات ، ۴۳ کانالي سيستم ، درې مهم ډيمونه ، او۱۲ نورکانالونه داباسين دسيند په وسيله تاسيس شوي اودغه تاسيسات دپنجاب دزراعت لپاره پکار وړل کيږي . او دسند صوبې ته داقتصادي نقصان په بهانه داباسين له اوبو څخه داستفادې حق نه ورکوي .))
د۱۹۷۳ کال د اساسي قانون عملي کيدل د صوبايي اختياراتو دمظبوتيا سبب وګرځي . مګر د سياسي ثبات دختميدو ترنامه د پنجاب د نظاميانو نقش به قومي شخړي نور هم پياوړي کړي چې دامهال دامريکې لخوا له مخالفت سره مخامخ کيدونکی دی . په نږدې کلونوکې دپاکستان حکومت دپيپل پارټۍ ترمشرۍ په دې هلوځلوکې دی ترڅو دپښتنو دسيمو په لويه برخه کې د پښتنو په وسيله يولړ سمون اوبرابري رامينځ . ته کړي مګر تراوسه پورې ددې نابرابرۍ د سمون په هکله مخالفت وجود لري . پنجاب اوبعضې سياسې کړي ددې کوشش کوي ترڅو داقليتوصوبو دحقوق مخه ونيول شي ، په دې اصلاحاتوکې د سرحد دصوبې نوم بدليدل چې پدې کې ( قبايلي سيمه او دبلوچستان دپښتنو سيمه ) دپښتونخوا په نامه ياديږي ددې سيمو رسمي ژبه بايد پښتو شي . دافغانستان په هکله دپاکستان د پاليسۍ اصلاح کول ، دکلاباغ ډيم ، په طبعيې زيرموباندې دصوبې مکمل کنترول ، دبلوچستان خلکوته ددوی په طبعيي زيرموباندې حاکميت اودوی ته خپل حقوقو ورکول ددې پروګرام برخه ده کوم چې دنشنل پارتۍ اودبلوچستان دازادۍ بښونکي غورځنګ لخوا پرمخ ځي .
دپيپلز ګوند له نشنل پارتۍ سره دخپل اتحادپّه وخت کې دسرحد صوبې ته دپښتونخواه په نوم موافقه کړې ده ، دغه دواړه پارټۍ ګانوپه خپلوخبروکې سرحد صوبې ته دپښتونخوا په نامه نعرې ووهلې ، دپيښورپه ښار کې په لوړو لوړو تعميرونوباندې دپښتونخوا نمونه وليکل شو ، په انفرادی ډول سره ددې سياسي نعرې تعبير ډير اسان ښکاي مګر اصلي مسله پدې هکله دنور پارټيو اعتماد ترلاسه کول دي ترڅو په قانوني ډول سره دغه مسله دقانون په چوګاټ کې راشي ، په تير وختونوکې هم دمسلم ليک نواز او نشنل پارتۍ ترمينځ اتحادپه همدې خبرې سره شليدلی دی ، داځکه چې مسلم ليک ته دسرحد دصوبي دهزاره ډويژن څخه په لاس ورځي کوم چې پښتونشي ويلې دغه وجه ده چې مسلم ليک دپشتونخوا له نوم سره مخالفت کوي دغه خبره هغه وخت زور واخيست کله چې دپاکستان ولس مشر پخپله پدې خبره باندې اعتراف وکړو .
(( پاکستان ولسمشر او دپاکستان پيپلز ګوند اصف علي زرداري ويلي دي چې پښتنو ته د هغوي نوم ورکول او د پښتونستان خلکو ته د هغوي خپله پېژندګلوي ورکول د هغه جرم دی کوم جرم چې د نړيوالې ټولنې نه نيولې د پاکستان په هر فورم مخالفت وکړی شو ـ .)) [ 4 ]
سره له دې چې بلوڅان ، سنديان او پښتانه دپاکستان ۳۳ فيصده نفوس جوړوي مګر دپاکستان په تاريخ کې ددوى رول ډېر روښانه معلوميږي چې دپاکستان ۷۲ فيصده خاوره يې احاطه کړيده. دپاکستان داستدلال کوونکولپاره دا ډېر ه د حيرانتيا وړ خبره ده چې دغه اقليت نفوس چې په لويه برخه کې موقعيت لري په سيمه کې برتري پيداکړي . له دې سره چې هغوى په حساب کې خپل ما تخت ګڼل ، مګر په اکثريتو اقليتونو کې دغه نابرابري دپاکستان په نفوس او په داخلي سيمه کې دغه غوښتنه په نظرکې نه ده نيول شوې .
مرکزي حکومت به بلا اخره دپښتنونخوا نسل او اقليتونو ته د موافقې دعنصر په توګه د دوی دملکيت حق ضرور ورکوی داځکه چې قومي درزونه دهرې ورځې په تيريدوسره پاکستان خطرناک موړ ته نزدې کوي اودپاکستان استخباراتي کړي دپاکستان دقومي مسلو دحل پرځای د خپل استراتيژيکي مقاصدو په خاطر په افغانستان کې دهندوستان دنفوس دمخنيوي په بهانه خپل بي ګټې نظامي کوښښونه ترسره کوي .
- Special Report April 2009 center for international policy Page no 15
- special Report April 2009 center for international policy page no 21
- بی بی سی اردو ڈاٹ کام، اسلام آباد Friday, 28 august, 2009, 15:40 GMT 20:40 PST
4. ظفرساپی 28.12.2009 06:22 رپوټ: ظفرساپی او کمال الدين رنځورhttp://www.tolafghan.com/posts/16422