دبلوچستان  بحران دڅه لپاره ؟

سيدعثمان سنجش   

د ۱۹۴۸ نه تر ۱۹۷۳ پورې دپاکستان د پوځ او د بلوچستان د خلکو ترمينځ  لوې شخړې شوې ، دنړيوالې پاليسۍ دمرکز د۲۰۰۹ کال  درپورټ  په حواله   د ديرشو کلنو په جګړو کې تر اوسه پورې  په دغه جګړو کې دپاکستان د پوځ څخه ۳ زره کسان اومخالفينوڅخه دوه زره کسان وژل شوي ، ددې اخ او ډب باوجود د بلوڅو مزاحمت په دې شپېته کاله کي  ژوندی پاتي شوی دی  او  دغه  مزاحمت په هره  دوره  کې  د بلوڅو  د مستقبل لپاره نور هم  روښانه  اميدونه  ور  په برخه کوي  .  د۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ پورې  او هم  له ۲۰۰۳ء نه تر ننه  پورې  چي څومره هم د عسکري او پوځي جبر له لارې  د بلوڅو د قامي اواز  دخاموش کولو  کوشش شوی  دی ، هغومره  بلوچستان کې دازادۍ جذبه زور اخيستی دی  .  نن  په بلوڅو کي يو قوي سوچ  وجودلري  ، په هراندازه چې  د پاکستان دحکومت لخوا  جبر او جارحيت زياتېږي  هم دومره  د بلوڅانو تحريک د آزادۍ هدف ته لنډېږي . دغه  جبر او جارحيت په بلوڅو کې د مظلوميت احساس نه پاروي  بلکې  دوی ته د مزاحمت توان  وربخښي او مبارزه يې نورهم مظبوتوي  د ۱۹۴۸ نه تر ۱۹۷۳ پورې نظامي شخړي  د بلوڅانو په منځ کې  داوږدې کرکې سبب وګرځيده او دپاکستان  د مرکزي حکومت  لخوا د بلوڅانو د ملي هلوځلو په خلاف مقابله   دغه کرکه او نفرت  ته وده ورکړه   .

پاکستان او بلوڅ  په شپېته کلن پارليماني سيستم  کي يو دبل سره ورته  نه شول. ځکه چي د ړومبني ورځي څخه  د پاکستان په رياستي جوړښت  کي د پښتنو په شان  د بلوڅو  الحاق هم  پر غېر فطري بنيادونو استوار وو ، د پاکستان د رياستي  فطرتِ  په اساس  دبلوڅو په هکله  ړومبنۍ  پرېکړه عوامي نه بلکې د عسکري ذهنيت زيږدنه وو کوم چې په جبر سره دبلوچستان پرخلکو تحميل کړای شو .

په  بلوچستان کې دپرمختګ  د کارونو د نشت والي باوجود دغه ايالت  د ۲۰ فيصده ذخايرو او منابعو لرونکی دی لاکن ددې خلکو ايالتي  واک او اختيار  له مينځه تللی . ددې ايالت داوسيدونکو نظر  د ګوادر دبندر په جوړونه  او دهيواد دسيمه ايزو مسلو  په تصاميموکې   په نظر کې نه دی نيول شوی  .  د پاکستان  په اردو کې  يو بلوڅ هم   مهمه  دنده نه لري  دغه کار دپاکستان د۱۹۷۳ اساسي قانون د غوشتنوپه خلاف عمل دی چې په شپتوکالو کې  د پاکستان دپوځ اودپنجاب دقابض کوونکو لخوا ورڅخه سرغړونه شوی او دغه خلک  د خپلې سيمې دګټې په تړون ليک کی برخه نه شي ا خيستی .    په بلوچستان کې  د استراتيژيکې دښمنۍ  په وجه  دپاکستان حکومت  دصوبو ترمينځ  اتحاد  نه غواړي ،

 دغه وجه دی  چې  بلوڅان  فکرکوي  چې بلوچستان   ديوې  مستحکمی صوبي  په حيث   دپنجاب د يوې کالونۍ  حيثت  لري  . دبلوچستان په  مسايلوکې  دملت پالنې  سوال  په څرګندډول   دبلوچستان دمسلې مرکزی  سوال  جوړوي   .

((  پاکستان د څلور واړه صوبي سره  يوځای په کال ۱۹۴۷ کې ازاد  شوې ، مګر تراوسه  پورې  په دې هيوادکې  د قومي  ويش انګيزه  وجود لري  ،   د پاکستان  مرکزي حکومت  تراوسه  پورې  ددې انګيزو  له مينځه وړلو اوسمون   لپاره  څه نه دي کړي   په خاص  ډول  د پاکستان د اردو  د رامينځ  ته کيدو سره  دايالتونو قومي شناخت دپاکستان دحکومت لخوا  په رسميت نه دی پيژندل شوی .  دجنرال ايوب خان څخه  تر پرويزمشرف  پورې پوځ  هميشه کوشش کړی  ترڅو دپاکستان  يوالې   ته وده ورکړي مګر دا کار ترسره شوی نه دی  ، پخواني ديکتاتور جنرال ضياءالحق  غوښتنه وه    ((  چې دهغې دهيلوسره سم به  بلوچستان   په ۵۳ وړو ضلعو تقسيم شي او د پاکستان  د نقشې نه به  د دوی  قومي  شناخت  ختم شي  ))   د هيواد يو والې دهميشه لپاره   داردو  په  خوښه ترسره شوی او د صوبو بيلدل  تر کلک څارنې لاندې نيول شوی  دی ،  دپاکستان اردو دټولو ايالتونو  په  استراتيژيکي اقتصاد برخو باندې  نظر ساتلی دی  .

 بلوڅان  په زياته  کچه سره  د پاکستان دپوځ   نه  خوابدي  دي او د دوی  څخه کرکه  لري    په دې وجه   د پاکستان  اردو  خپل  ټول  قوت  په  ډېر مهارت سره د اسلام تر نامه لاندې  د بلوڅانو دملت پالنې تحريک  د کمزورولو  په مقصد کاروي او  په نړيواله  سطحه  دبلوڅانو د حقيقي فطرت  ختمول  غواړي     ))  [۱ ].

بلوچستان  د درې  هيوادنو سره  سرحدي  پوله  لري  ( پاکستان ، ايران ، اوافغانستان )  دغه سيمه دعربو د پراخ سمندرسره  نښتې ده او  ۶۵۱۱۰۰۰ نفوس لري  چې  ۴۳ فيصده د پاکستان  خاوره  جوړوي  ، دسرحدي  جوړښت  د مغايرت په وجه سره دغه ايالت په سيمه کې  ډېر ارزښت  لري  چې د طالبانو او امريکې ترمينځ  داړودوړ سبب ګرځيدلی  دی .   طالبان هم دهمدې علاقي څخه دپاکستان په ملګرتيا  خپل عمليات ترسره کوی  ،

 بلوچستان په  اقتصادي او استراتيژيکي لحاظ سره ډېر اهميت  لري  ددې اقتصادي ارزښت ددې سيمې په ناڅيړل شويو معدنياتو کې دی  . په مجموعي ډول سره ۳۶  فيصده ګاز  په دې سيمه کې وجود لري ، دغه راز  دغه سيمه په  زياتې اندازې سره  د ډبرو سکاره ، سره زر، پلاتين ، المونيم ، مس ، سلور، لرونکی دی  چې  دايران اوترکمنستان څخه تر هندوستانه  پورې  د پاپلين ، ترانسپورت ، اوقدرتي ګيس  لپاره  خاصه ترانيزيتی  ارزښت لري   .

(( دبلوچستان دسيند غاړه  په خاص  ډول  د اهميت وړ سيمه ده ، دا د پاکستان لپاره  دتيلو اوګيس په برخه کی اقتصادي  ارزښت لري ،  په اټکلي ډول سره    ۱۸۰۰۰۰ کلومترمربع ځمکه دبلوچستان  په معدنياتو  پوښل شوي ده .  د پاکستان  د درې  سمندري  بندرو څخه  دوه بندره  هريو  اوهرمز  او ګوادر  په بلوچستان کې موقعيت لري   چې  Persian Gulf  Gwadar  ته ننوځي   او  لوی   بندر جوړ وي ، دغه بندر  شلو هيوادونو لپاره  د ګودام  زمينه  برابر وي ، دغه  هيوادونه  عبارت دي  له  خليج ، سور بحر ،مرکزې اسيا او شرقي افريقا  دهيوادونو څخه ،  همدارنګه د ايران او هندوستان  او د چين  شمالې  برخې  پکي  شاملې دي  ، ددې سيمې د  جوړونې  لپاره لمړی قدم تکميل  شوی (( دغه بندر  دکښتۍ  په ذريعه (   د۳۰۰۰۰  ) زور ټنو مالونو  د وړلو او راړولو ظرفيت  لري  تراوسه  پورې د۲۵۰۰۰ تڼو په ظرفيت سره  مالونه  مختلفو هيوادونو ته  ددې  بند له لاری ترسره کيږي .  ددې بندر  د دوهمې مرحلې د جوړيدو سره به  چې د ۲۰۱۰ کال  پورې  ترسره کيږي   ددې بندر ظرفيت  به  ۲۰۰۰۰ تڼه تنګره تيلو ته  ورسيږي     دپاکستان حکومت غواړي  د ريل  پټلۍ او لاره  جوړکړي دغه لاره به پاکستان  دګوادر دبندر پوسيله  د افغانستان اومرکزي اسيا   سره وتړي،  ددغه  نيټ ورک په وسيله به دغه وچه  ځمکه   دبحرسره رابطه پيداکړي ))  . [۲ ]

((  چين د ګوا د ر بندر ۸۰٪ مالي لګښت په غاړه اخيستی  خو  چين  هغه وخت زړه نا زړه شو چې پاکستان خپل دوه حساس هوايې ميدانونه چې يو يې په سند کې د جاکوب آباد او بل يې په بلوچستان کې پاسني د امريکې په واک کې ورکړل . يوې هندي ورځپاڼې د ۲۰۰۲ کال د فبرورۍ د مياشتې د ۱۹ نيټې درپوټ له مخې چين له پاکستان نه په دې هم خفه وه چې پاکستان امريکې ته په شمالي سيمو کې د نظامي پوستو د جوړولو اجازه ورکړه خو بيا هم چين د ګوادر بندر له پاره مالي لګښت او دتخنيکي مرستو ژمنه وکړه او په مقابل کې يې له پاکستان څخه د ګوادر بندر د خونديتوب او د ګټې اخيستنې ضمانت وغوښت خو د ګوادر د بندر څخه د استفادې او استراتيژيکو ګټو تر لاسه کول د امنيتي دلايلو له امله يو ستونز من کار ښکاري ځکه چې د بلوچستان آزادي غوښتونکې ډلې دا کار له دوی اودسيمود طبيعي زيرمو څخه د زبيښاک (استثمار) په لوريو ګام بولي  )) [۳]  .

که څه هم  چې دبلوچستان  دګوادر په سيمه کې  داوبو يو ډېر عميق بندر شته  ، مګر  تراوسه  پورې  ددې  سيمي نه ديوازادې  تجارتي  سيمې  په حيثت ګټه نه دی  اخيستل شوې  ، تردی دمه  دمرکزي حکومت لخوا  دمحلي خلکو د روزلو په هکله  هيڅ  قدم نه دی اوچت شوې  کوم  چې ددې پروژو  پر مخ بيولو کې موثره ثابتيږي  .

 په دې سيمه کې هيڅ  تخنيکي  فاکولته اومکتب  نشته ، دغه راز پاکستان  حکومت  ددې  بندر شااوخوا ځمکو  څخه    دجنګي بيړيو ګټه پورته کوي   .

بلوڅان په دې ويره کې دي  که چيرې دمرکزي حکومت  دپروژو  پروګرام کامياب شي  هغوي  به په خپله خاوره کې  په اقليت کې پاتي  شي او  دګوادر   په   سيمه کې به د بيګانه  اوسيدونکي تعداد   داويا زرو نه  تر دوه ميلونو  پورې  زيات  شي ، اوس  بلوڅان پدې قانع  دي  چې دګوادر په بندرکې به  اکثريت  د سنديانو اوپنجابيانو  وي  .

دغه وجه ده چې په بلوچستان کې اوسنی بحران  دبلوڅانو لپاره  د پيغوربڼه غوره کړې  او له   دوی سره  داويره پيداشوی  چې هغوې   به د خپلې  خاورې   د  شتمنيو،   او طبعي  منابعو څخه  محروم  شي  اوخپل هويت به له لاسه  ورکړي 

اسلام  اباد هميشه  د بلوڅانو دملت پالنې  غورځنګ  څخه انکارکوي ، مګر  بلوڅان دخپل دوه زرن  تاريخ  غوښتونکي دي چې  دبلوڅانو لپاره  ډېر ارزښتناکه پړاو و

بلوڅانو دخپلې ازادۍ لپاره   دانګريزانو دحکومت  په خلاف  مبارزه کوله ، مګر  هغوی  هغه وخت  ټکان  وخوړکله چې په کال ۱۹۴۷ کې بلوچستان دپاکستان سيمه وګرځول  شوه .  بلې خوا  داسلام اباد مرکزي حکومت تصميم لره  ترڅو دبلوڅانو شناخت   دنورو  پاکستانيانو سره يوشان شي  اما دازادۍ دوخت نه  وروسته اسلام اباد د بلوڅانو سره په کال   ۱۹۴۸ ۱۹۵۸-۱۹۶۲ کې په مجادله  اوجګړو بوخت  شو،  دغو جګړو تر ټولو زيات   د ۱۹۷۳ نه تر۱۹۷۷ پورې  هغه وخت  زور واخيست کله چې د فدايي سرتيرو حرکت  اردو ته  داورپکو په خلاف په صوبه کې دعملياتو  زمينه مساعده کړه .  په موجود وخت کې تقريبا  ۵۰ زره  قبيلوي  جنګيالي د پاکستان د ۷۰  زره اردو  په خلا ف جنګيږي   او تردې دمه دغه جنګ په مختلفو بهانوسره دوام لري ،دغه وجه ده چې  دبلوڅانو ملي  تحريک  په ژوره توګه  داسلام اباد څخه کرکه کوي .

(( څو موده وړاندې پاكستاني پوځ د پاكستاني طالب وسله والو پر وړاندې د افغانستان سرحد سره نژدې په سويلي وزيرستان كې يو لړ ځمكني پوځي عمليات پيل كړل.
په جون  مياشت كې حكومت پوځ ته په سويلي وزيرستان كې د بريد كولو امر وكړ. له هغه وخته تر اوسه پوځ په دغه سيمې كې د ملېشو د كمزوري كولو په خاطر هوايي او د توپخونې بريدونه ترسره شول .
پاکستاني  پوځ تر دې دمخه په ۲۰۰۴ كال كې هم  د لومړي ځل لپاره په دغه سيمه لنډ بريدونه ترسره كړل چې د سولې تړون ترسره كېدو پورې يې سخت زيانونه وزغمل. دا ځل پاكستاني پوځ پر خپل چمتووالي څو مياشتې تېرې كړي او ادعا كوي چې د پاكستاني طالبانو اصلي ځاى يې كلابند كړى او پوځ کاميابي ترلاسه کړه .پوځ وايي چې ۲۸۰۰۰ سرتيري يې د شاوخوا ۱۰۰۰۰ طالبانو تندلارو پر وړاندې ځاى پر ځاى كړي. د طالبانو په دغه ځواك كې كابو ۱۰۰۰ تنه ازبك ملېشه جنګيالي چې په قساوت كې نوم لري، د القاعدې ځينې عرب غړي او د ګوتو په شمېر د لويديځو هېوادونو وسله وال شامل دي. پوځ غواړي چې د ځمكني ځواكونو په مټ چې جنګي جېټانو او هليكوپټرو، ټانكونو او توپخونې (توپخانې) ملاتړ ورسره دی، له درې لورو بريد ترسره كړي. پوځ هڅه كوي چې پاكستاني طالبان د هغوى په خپلو مركزونو كې له منځه يوسي او هيله من دى چې په سويلي وزيرستان کې نورې ملېشه ډلې لکه د وزير قبيلې تر اغيزې لاندې قومندان مولوي نظير او نور له دې جګړې څخه ځان ليرې وساتي  )) [۴ ]  

مګر ددې ټولوهڅو باوجود دپاکستان دحکومت لخوا لاتراوسه پورې ددې عملياتو دمثبتو نتايجو کوم خاص ثبوت نه دی وړاندې  شوی ترڅو نړيوال ټولنه پدې باور وکړي چې دغه عمليات په حقيقی شکل پرمخ تللي دي ،دغه سيمه لاتراوسه پورې دمخالفينو لخوا دافغانستان دقلم رو په خلاف استعماليږي او ددې سيمې څخه هره ورځ جنګيالي  دبهرنۍ قواوو په خلاف افغانستان ته اوړي .   

(( د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه د پاکستان، د چارواکېو له قوله لېکی چې له طالبانو سره جگړی ته ادامه ورکول نه بلکه له هغوی سره مذاکرات  کول ددوی  ملی گټی خوندی کوی.    دنېوېارک ټاېمز ورځپانه لېکی چی پاکستان په دې خبره اعتراض کوی چې امرېکا په گاونډي افغانستان کې خپل نظامی عملېات پراخه کړېدی. دا مسله د پاکستان په انډېوالی کې له واشنگټن سره نوی  درز پېدا کوی، په داسی حال کې  چې په دې حساس وخت کې  په زرگونو نوی امرېکا ېې عسکر افغانستان ته روان دی . د پاکستان چارواکېو داخبره سپېنه کړېده چې حتی که امرېکا نور عسکر اومنابع  په دې برخه کې په کار اچوی چې دطالبانو له  زېاتېدونکی خطر سره مقابله وکړی خو پاکستان ته  بېاهم هند ته توجه کول، له نورو ټولو مساېلو نه ترجېح لری او دطالبانو  خطرهغه ستونزه ده چې دمذاکراتوله لارې نه حل کېدلی شی. په اوږده موده کې ښاېې طالبان د پاکستان لپاره ېو آحتمالی متحد قوت واوسی لکه څنگه چې پخوا دهغوی انډېوالان وو،.  )) [۵ ]    

ددې ر پوټ  په اساس  پاکستان  تراوسه پورې په سيمه کې دترهګرو په خلاف جنګ کې خپل نظامي اهداف لري اونه غواړی دبنسټ پالو په خلاف کلکه مبارزه وکړي ، پاکستاني پوځ دبهرنۍ قواو په وړاندې خپل دوه ګوني سياست پرمخ بيايي اوپه مختلفو طريقوسره بهرنۍ امداد دخپل نظامي مقصدونولپاره استعمالوي دوی هميشه دهندوپّه وړاندې دخپل خصومت په بنيادسره دافغانستان کړګيچ نورهم خړپړساتي .به مګر د بلوچستان حالات حتماً يوې داسې خوا ته لار باسي، چي ګوادر به د  نړيوالو  کمپنيو په نظر کي د ګردش نکته وي . په دې ضمن کي د ګاونډيانو دلچسپي هم له نظره نه شي اچول کېدی. خو تر ټولو زيات پېچيده صورتحال به دا وي، چي د ترهګرۍ خلاف جنګ به د بلوچستان پښتني سيمې  ته راوږدېږي. اودغه سيمه به د ترهګرۍ ترنامه جنګ  په مسته بزکشۍ کي بوخت پاتې وي.

 

  1. special Report April 2009 center for international policy page no 45
  2.  special Report April 2009 center for international policy page no 47
  3. http://www.atimes.com/atimes/South_Asia/GC04Df06.html
  4. tolafghan.com18.10.2009 15:30 په سويلي وزيرستان كې جګړه او ځينې حقايق ژباړه: جاوېد صبوري منبع: روېټرز
  5.  واس اف امريکا پشتو ويپ پاڼه ۲۲-۷- ۲۰۹     http://www1.voanews.com/english/news/