پښتانه او دبنسټ پالني اوږدمهال تاثيرات

 سنجش

که په دريو وروستيو لسيزوکښې  په افغانستان کښې  روان سياسي ، نظامي حالا تو ته کتنه  وشي . د سياسي بې ثباتي بهير پيل  په افغانستان کې  د ثور د پوځي  پاڅون  نه  وروسته   شروع   شو  ،  ددې  بهير اصلي څيره هغه  وخت  زور واخيست  کله  چې  افغانستان ته دشوروي قواوي داخل شولي اوپه سيمه کې دده په خلاف جهادي مقاومت  د  پاکستان او  امريکې  په مرسته   د افغانستان سياسي او نظامي بهير ته  ورننوتل   .

په افغانستان کې د شوروي لښکرو د بريد څخه وروسته، غربي نړۍ ته  پاکستان په سيمه کې د نوي ستراتيژيک متحد په توګه ډير ارزښت پيدا کړاود همدې مقصد لپاره دپاکستان په قبايلې  پشتون نشينه سيمو  کې  د بنسټ پالنې لوی  مرکزونه  جوړ اودبنسټ پالني دروزني پروګرام شروع شو.

         پاکستان  له  وخت نه په ګټې اخستو سره  افغانستان   دخپلې زړې دښمنۍ يعني  د ډيورند دکرښې د سياسي اختلافاتو  په خا طر  دغه هيواد په اوږد مهالې کورنۍ جګړه اخته کړ ،   په  دې ترتيب سره  دپاکستان د نظا مي حاکمانو بخت د ثورد پوځي کودتا  نه  وروسته  سر را اوچت کړ  .

  پاکستان  دخپلو   ستراتيژيکي  اهدافو  په پام کې نيولوسره د جهاد د کلونو په موده کې  د نړۍ له ګوټ ګوټ نه څه د پا سه له سلوزرونه زيات افراطی مسلمانان پاکستان ته دعوت ور کړ تر څو په افغانستان کی دروسانو پرضد و جنګيږي  او د پښتنوپه سيموکې ځاي په ځاي کړل  .

  دپاکستان  هيواد   د تروريزم  او ترهګرۍ ټول مرکزونه   د پا کستان  د پښتونخوا په قبا يلي سيموکې تاسيس کړ چې لراوبر پښتانه پکې اوسيده  په دې ترتيب سره د پښتونخوا  قبا يلي سيمه  د بنسټپالنی په روزنيز مرکزو بدل شو . په دې ترتيب  سره دبسټ پالني  روزنه دهرې ورځي په تيريدوسره په دکرښۍ دواړوخواوميشتو پښتنو په مينځ کې خپل شدت اختيارکړ .

 دغه کار ددې باعث شو ترڅو  افغانستان  په  کورنۍ جګړي کې ګيرپاتي شي  ، قبايلي پښتانه دبنسټ پالني تراوږمهال تاثيرلاندې پاتي شي  او  نامعلوم جهت خواته حرکت وکړي . د افغانستان د سياسي او اجتماعي ودې کلک مخنيوی شروع  شواو  په دې ترتيب سره  د تندروانو  د غورځنګ مينځ  ته راتلو ته   زمينه مساعده شوه  .  کله چې په افغانستان کې د طالبانو  اداره جوړه شوه  د سيمې بعضی  هيوادونو   غوښتل  په افغا نستان کې خپلې اغيزې ولري ، دغي هيوادونو   افغانستان  د يوې نوې  قومي ،ژبنۍ ،  له تعصبه ډکه جګړې ته ور ټيل واهه او ويل به يی چې طالبان ټول پښتانه دی ، دافغانستان دښمنانو کوشش وکړترڅود افغانستان جګړي ته  قومي اولساني رنګ ورکړي    .

د غه کشمکش کې دکرښۍ دواړه خواو   پښتانه په مختلفونمونوسره  دبنسټ پالو تر ولکي لاندې  په دې جنګ کښې ګيرپاتي شول او  ددې جنګ په وجه  سره  قبايلي پښتانه   ډير زيانمندشو او ديوسازش په نتيجه کې دتروريزم ښکار وګرځيدل  ، دغه رنګه   د کمونيزم  په  خلاف  د غرب  د جنګ  په  دوران  کښې  چې کومه مذهبي  تندوالی  دپښتنوعلاقي ته  راغلی وو، هغه  ځيني قوتونو دخپل شوم هدافو  لپاره  د پښتنو د قومي  وجود د ختمولو  دپاره  کوشش کړي وه چې دهغې ترشاه دافغانستان اودپښتنو دبربادی پلان پروت وه   .

 د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر  ۱۱ نيټې د پيښو نه وروسته ددنيا په موقف کې غټ تغير واقع  شو او د ( تروريزم  ) ترعنوان لاندي يوځل بيا په افغانستان اودپاکستان په سرحدي سميو کې چې اکثريت په  کې پشتانه اوسيږي   زور واخيست .  په خواشيني سره بايد وويل شي چې د۲۰۰۱ کال داکتوبر دمياشتي دعملياتو دپيل په وخت کې  ټول پشتانه دطالبانو په نوم تربريد لاندی ونيول شو  دغه عمل ددې باعث وګرخيده ترڅو دحکومت اوايتلافی قواونه دخلکوګرکه مخ  په زياتيدو شی اوخلک دطالبانو صفوف ته ورنزدي شي اودغه تصور هم مخ په  زياتيدو شو چې  ټولو پښتنو ته دطالب خطاب وشي

دبنسټ پالنې منفي اثرات :

په قبايلي سيموکې ميشت پښتانه  ددنياپه نظر کې بنسټ پاله معرفي شو .

دغه سيمه دترهه ګرۍ ترنامه لاندې دبريدنولاندې راغله چې بي ګناه وکړي په کئ ووژ ل شو.ديوناما دراپور په اساس  د۲۰۰۸ کال دجنورۍ دمياشت نه ددسمبرتر ۳۱ پورې ۲۱۱۸ کسان وژل  شوي دغه رقم دکال ۲۰۰۷ نه ۴۰ فيصده زياتوالي ښکاره کوي،  په دې ۵۵ فيصد ددولت ضدکسان ، ۳۹ فيصده د دولت  طرفدارکسان ، ښودل شوی په جنوب  شرق کې ۲۰ فيصده ،شرق کې ۱۳ فيصده ،مرکز۱۳ فيصده غرب ۹ فيصده راپورورکړشوي دی  په مجموعي ډول سره ۴۱ فيصده مرګ ژوبله دافغانستان په جنوبی ولاياتوکې رامينځ ته شوي  دا ټول دبنسټ پالنې هغه منفې اثرات دي چې خلک يی قرباني کيږي ،. ديوناما دراپورپه اساس يواځي په کال ۲۰۰۸ کې ۸۲۸ ملکي کسان ددولت دطرفداروقواوڅخه وژل شوي .

دغه راز ملکي کسان دمخالفينولخوا هم تربريدلاندی راغلی دیونامادراپورپه اساس ۷۰۰ کسان په ۲۰۰۷ کال اودغه رقم ۱۱۶۰ کسانوته په کال ۲۰۰۸ کې رسيدلي دی

 په دې سيموکې اقتصادي کارونه په تپه ودريدل  ،  ددې سيموځوانان په بنسټ پالني سره وروزل شو .

  دتعليم مخه په دې سيمه کې ونيول شوه .

    دکرښۍ دواړه خواپښتانه دخپلې سيموپريښودوته مجبورشول  دغه رنګه دافغانستان په ګرم سيرو  ولايتونوکې دمکتبونو دروازی دځوانانوپه وړاندي بند شوي دي ،  په جمهوري اوديموکراتيکو پروسي کې ددې علاقو خلکوونډه کمزوره شوې  په دې شکل سره دوي دحکومتوپه جوړولو کې بې برخه شوي دي  او داسې نورمنفي تاثيرات چې تلفی کول يی ډيرګران ښکاري . په خاصه توګه دپښتنو د سميې خلک دهواي بمباريو قرباني کيږي .

که چيرې دکرښۍ دواړه خاوي قبايلي پښتانه  دبنسټ پالنې دتاثيرنه بچ نه کړي شي  پايلې به يي څه وي ؟

په قبايلي  سيمو کې به  افراطيت مسلط شي په هغه صورت کې به په سيمه کې لوی بحران رامينځ ته شي  دغه بحران به دسيمې دواړوخواو پښتانه تراوږدمهاله تاثير لاندې راولي  ، نړيوال تروريزم پاخه مرکزونه به دقبايلې سيمودواړه خواوته جوړاودغه سيمه به دترهګري په مرکزبدل شي ، ددې سيمې نه به نړۍ ته دتروريزم دخوريدوزمينه برابره شي  ، دکرښۍ دواړه خوا ميشت خلک به دتعليم دنعمت نه محروم پاتي شي د دوي راتلونکي نسلونه به بې علمه شي  ، اقتصادی پرمختګ مخه به ونيول شي اوددې سيمې خلک به خپلوکورنيواقتصادي بوج ترتاثيرلاندې راشي اوغيرمشروع کارونوته به لاس واچوي ، دکرښۍ دواړه خواو خلک به ددښمنانو د شومو اهدافو په خاطر د خپل هيواد دګټو په خلاف  په استعمال شي ، دوي به دنورو دګټوقرباني شي اومخالفينو ته به دا زمينه مساعده شي ترڅو دخپلو استراتيژيکی اهدافو د تطبيق په خاطر دغه خلک اودغه سيمه استعمال کړي ، په دې صورت کې  نړيوال پام دوي ته اړول کيږي  او د دوي د نابودۍ  لپاره به لاس پکارشي او نتيجه به يې دټول پښتنودکور، اقتصاد  ورانيدل وي .

څه بايدوشي :

لمړي بايددطالبانو او بنسټ پالو قوتونو پيژنده وشي ،وروسته ته دې  دطالبانوسره مذاکرات شروع شي اوديومنظم ميکانيزم د جوړيدوسره سم  په هيواد کې د دايمي صلحې دراوستو په خاطرد ټولو افغاني مخالفينوسره  چې دافغانستان اساسي قانون غوښتني مني خبری پيل شي او  په حکومت کې دې ځای ورکړشي  .   داځکه  چې  په افغانستان کې  دتل  پاتي سولې  ټينګښت   دطالبانو سره  د ستونزو له حل پرته ممکن نه بريښي  دهمدې کبله دهرڅه  د مخه بايد د طالبانو او د پښتنو دتړاو په هکله صحيح  تحليل وشي  او  دسولې لپاره زمينه مساعده شي ، ځيني کسان دقومي تعصب په بنيادسره   ټولو پښتنو ته دطالبانو  په سترګه ګوري دغه نظرله حقيقت نه لری دی ، حقيقت دادی چې طالبانوصفوف کې دطالبانو ترنامه   د مختلفو ډلو اوګروپونو خلک راټول شوی او د مختلفو هدفونو لپاره جنګيږي  . ، ځيني  افراطی جنګي ډلي  دافغانستان اوسيدونکي نه دي او دعربي هيوادونوڅخه تمويل کيږی اوپه اګاهانه ډول سره په افغانستان کې په دايمي شکل سره جنګيږی اوګډوډی رامينځ ته کوي دغه خلک دافغانستان  په جنوبي برخوکې دپښتنو سره هيڅ تړاو نه  لري  ،   هغه  طالبان  دي چې دافغانستان اوسيدونکي دي مګرد۳۰ کالوپه دوران کې  دجهادی قوتونو سره يوځای دجنګ په روحيه روزل شوي ددوې په نظر په افغانستان کې دبهرني قواو شتون دجنګ اساسي  عامل دی چې په تاسف سره دايتلافي قواولخوا روان بی ځايه بمباري نورهم دهغوي ذهن مظبوطوی ، بله ډله هغه خلک دي چې دمجبوريت له مخې دحکومت په خلاف جنګونوکې  برخه لري ، ددې اصلي علت په هيوادکې دويجاړشوی اقتصادي حالات اود بې کاری عوامل دي  دغه خلک دخپل کورنۍ داقتصادي خرابوالی اوخپلو ماشومانو لپاره ديوې مړی  ډوډۍ  پيداکولو لپاره په جنګونوکې دبنسټ پالوسره تړاو لري،   ددې تحليل په بنياد بايد په هيوادکې دهغه ګروپونو په خلاف چې دبهرنه تمويل کيږی اوپه افغانستان کې ددايمی جنګ سنګر ګرم ساتي کله مبارزه وشي او دهغه کسانو په هکله چې داقتصادي او سخت  دريزي په بنيادسره وسله په لاس لری دحکومت دسياسي اوښه اقتصادي پاليسي په اساس دمخالفينونه جدا او په هيوادکې دسولې په پروسي کې ورګډکړاي شي.  زه فکرکوم چې اوس نړيوال سوچ هم دهمدې دليل پلوی کوی دافغانستان حکومت هم بايد دهمدې موقع نه ګټه پورته کړي اوپه هيوادکې دصلحې دتامين په خاطر موثره اقدامات ترسره کړي .

داچې   اوس نړيوال  هيوادونه په دې متفق شوي چې د پاکستان قباعلي سيمه  فاټا   د تروريزم اصلي منبع او په افغانستان کې د ناامينواصلې وجه همداسيمه  ده په دې سيمه کې  پښتانه هم  ديوسازش په وسيله دتروريزم په منګولوکې ګيردی اوهرمخالف قوت ددوی څخه  ګټه پورته کوی دتل پاتې سولې دټينګښت  لپاره  سوال پيداکيږي چې څه بايدوشي ؟ اياکيدای شي په هيواد کې دجنګ له لاری سوله رامينځ ته شي  اياددې امکان شته چې په نظامي شکل سره قبايلی پښتانه دتندروانو دتثيرنه وويستل شي ؟

داهغه سوالونه دي  چې منطقي  ځواب غواړي  .

دهرڅه دمخه بايد ددې  ستونزو دحل لاره ولټول شي  داځکه چې ددې ستونزو دحل پرته په افغانستان کې دسولې راوستل ګران بريښی .اوهغه تصورچې دغربی نړی اوخلکوسره دپښتون قوم په هکله موجود دی په علمی ډول سره واضع کړ ای شي  لازمه بريښې  ترڅو په دې احساسو شرايطو کې  افغانستان  حکومت   داحتياط نه کار واخلي او د خپلو ملي ګټو دخوندي ساتلو لپاره په هيوادکې  دقانون بالادستي عملي کړي  ، دزور واکانو لاسونه  غوڅ شي ، ملي اردو اوملي پوليس  ته دې وطندوسته کسان راجلب شي ، او کوشش دي وشي ترڅوسياسي ډيالوک ته په ماهرانه ډول سره وده ورکړ شي ، هغه کسان چې نن په هيواد کې جنګ ته مجبورکړاي شوي دي دهغوي سره دي په افغاني دود اودستورسره ملي مصالحي  خبري پيل شي ، او خپل هيوادوال متحدکړو  . په هرقيمت چې کيږي بايد دبهرني قواوو لخوا دملکي خلکو دبمبارۍ  مخه ونيول شي اوکه چيرې ددې کارمخه نه نيول کيږی نتيجي به يی ډير بدوی .

نړيوال ټولنې ته   :

دامريکې دحکومت  دتروريزم ضد اوسنۍ  استراتيژي  چې  په افغانستان کې د ديموکراسۍ سره سره په خپلو هوايي او زميني حملکوکې افغانان وژني  او له بلې خوا  څخه په پاکستان کې د فوځي مفکورې  ملاتړ کوي نيمګړي بريښي  دغه کردار په يو وخت کې يود بل سره تناقص لري  .  امريکا بايد د مذهبی بنسټ پالو په وړاندې   په سرحدکې دتروريزم  د تشدد د پرابلومونو خواته  ددې استراتيژۍ دکاميابولو په خاطر  ځان  نږدی کړي  ددې پرخای  چې دتروريزم ضد جګړه کې يواځی  د پاکستان  د فوځ ملاتړ کوي  بايد په پاکستان کې  د ديموکراتيکو قوتونو  ملاتړ وکړي  کوم چې دبنسټ پالنۍ خلاف دي  . ځکه چې دپاکستان د  فوځ په کردار لا تراوسه پورې افغان ولس شک لري .

دامريکې  پوځي قرارداديان  داسې کسان  دپښتنو په سيمه کې  د استخباراتي او ژبني   لارښووني لپاره   استخداموي  چې دپښتنو په خصوصياتو نه پوهيږي   دغه کار  په ټولو اهدافو باندې ډير  سخت منفي  اثر اچوي .   غيرپښتانه نشي کولای  په پښتو خبرې  وکړي او  د پښتنو کلتور  په قبايلي  خصوصيت سر ه مقايسه کړي  چې  نتيجه يی اکثران د ډيورند دکرښۍ دواړه خواکې دمرګ سبب ګرځيدلی دی  ، دلته بايد هغه خلک د امريکې  او پښتنو ترمنځ  رابطه وساتي کوم چې دپښتنوپه قبايلې خصوصياتو ښه پوهيږي  .

د پښتنو په سيمه کې  بايد  رښتنې  اقتصادي فرصتونه رامنځ ته شي . دافغانستان او پاکستان په سرحد کې د بيا جوړونې د زون د  مفکوري فرصتونه  ډير زيات دغوښتنی وړ ګرځيدلې دي  . او ددې مفکوري   د تطبيق   ضرورت  محسوسيږي  .  په تاريخې لحاظ سره د سرحد په دواړوخوا کې پښتون قوم دتعليم او اقتصادي  پرمختګ څخه محروم پاتې شوي او  د بيسوادۍ له وجې نه  د زياتو جنايې  واقعاتو سبب ګرځي ،  دغه عوامل  داقتصادي زون چانس ته ډير اهميت وکوی چې دتندروۍ  په مخ نيوي  کې به ډير   مثبت  ثابت شي    پښتانه  په نړي کې  ډير وفادار خلک دي  په حقيقت کې  و فاداري دپښتولۍ يوه لازمي  برخه ده  .

که چيرې نړيوال  غواړي  چې قبايلي  پښتانه دبنسټ پالني دتاثير نه بچ شي  د هرڅه دمخه لازمه ده

دپښتنو په سيموکې دتعليم اوتربيتي کا رونو ته جدی  توجووکړی شي همدااوس ۶۵ فيصده مکتبونه دافغانستان په پښتون نيشنه علاقو کې دفعاليت نه وليدلي دي ،  داځکه چې دښمنان کوشش کوی ترڅوپښتانه په تياروکې ډوب وساتی اوپه دې ډول سره خپل سياسي اهداف په ټولنه کې مخکې بوځي ، په دغه علاقوکې بايد  اقتصادی  کارونه ته توجو بايد اقتصادی کارونوته توجووشي   دغه کارونه  ځوانانوته  موقع ورکوي  ترڅو دخپلې کورنې دتغذيی لپاره يومشروع لاره پيداکړی . تربيتي کارونه ته زور ورکړای شي اودسيمودخلکوملي اواسلامي هويت ته  دې پاملرنه  وشي ،

په هغه سيموکې چې طالبان تسلط لری هلته ته دې  وطندوست او پاک لمنه  کدرونه وګمارل شي ترڅوپه خلکوکې دملي روحيی دپيداکيدوباعث وګرځی . دجرګواومرکودود ته دې انکشاف ورکړشي .

دپښتنو تاريخي رسالت  : پښتانه چې دا مهال د ترهګرۍ ضد جګړې د ښامار په خوله كې ګير دي او د جګړې تر ټولو زيات زيان زغمي  نو ورته په كار ده چې له ستونزو او پېښو سره په خورا احتياط او هوښيارۍ چلند وكړي، اوځانونه دي دبنسټ پالني پالنې  دتاثير نه ازاد کړي ،  داسې نه شي چې د دوي  له پاكو احساساتو څخه د دوي دښمنان او مغرضه كسان ګټه پورته كړي او په روانه جګړه كې د دوي د لا ځپلو له پاره ترې كار واخلي   په دې  وجه سره  پښتانه د خپلې بقا له پاره اړ دي چې د ژوند په  فرهنګي، سياسي، اقتصادي او تكنالوژيكي برخو كې د سيالۍ بار پرغاړه واخلي او په ټول فكري او مادي ځواك سره د مبارزې ډګر ته ودانګي  ترڅو دموجوده سياسي بحران مخه ونيسي 

پښتانه او دبنسټ پالني اوږدمهال تاثيرات

سيدعثمان سنجش